IQNA

پاکستاني عالمان: حکومت د سردار سلیماني په ترور کولو دې اعتراض وکړي

22:14 - January 04, 2020
د خبر لمبر: 3482635
نړیواله ډله: د پاکستان عالمانو د جمعه د لمونځ نه وروستو د امریکا له اړخه د قاسم سلیماني ترور کېدل له غندلو سره د دغه ترهګرې پیښې په مقابل کښې د هیواد له چارواکو څخه د اعتراض او غبرګون غوښتنه وکړه.
د ایکنا راپور له مخې، له پاکستان څخه، لمونځ کونکو، سیاسي فعالانو او د مذهبي ډلو د غړو له اړخه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کښې د جمعه لمونځ نه وروستو د سردار سلیماني د ترور کولو په اړه اعتراض وکړ او لاریونونه یې ترسره کړل او د امریکا بیرغونو ته یې اور واچه وو.
اعتراض او لمونځ کوونکو خلکو د اسرائیل او امریکا په خلاف شعارونه ورکولو سره د ایران ملت او د نورو اسلامي مجاهدانو سره د همغږی اعلان وکړ.
هغوي د مفاومت له چورلیز څخه د حمایت، د اسلامي نړۍ له رهبرانو څخه او په تېره د پاکستان له سیاسي شخصیتونو او حکومت څخه په سیمه کښې د امریکا د وحشیتوب او ترهګرۍ غندلو غوښتنه وکړه.
ایاز میر، د پاکستان مشهور سیاسي مسایلو شنونکي د پاکستان دنیا نیوز چینل سره په مرکه کښې د سردار سلیماني په اړه وویل هغه د دویم نړیوال جنګ وروستو د مقاومت تر ټولو لوي قوماندان وو او د هغه له داعش څخه د عراق، سوریه او لبنان پاکولو کښې لوي رول ترسره کولو ستاینه وکړه.
هغه همداشان د پاکستان د دغه پېښې او د سردار شهید سلیماني د ترور کولو په اړه چپتیا او هیڅ عکس العمل نه ښودل  غندلو سره زیاته کړه: یو اړخ ته قاتل او بلخوا مقتول دی، پاکستان څرنګه دوه اړخه ځان ته بللي، دا اصلا د پوهې وړ نه لري.
https://iqna.ir/fa/news/3868787
captcha