IQNA

د زړونو د سردار جنرال قاسم سلیماني او د هغه د شهیدو هم سنګرو د جنازې لمونځ

12:41 - January 06, 2020
د خبر لمبر: 3482643
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس غونډ ځواکونو دکوماندان شهید ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د شهیدو هم سنګرو د جنازې لمونځ وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د انقلاب د معظم لارښود د اطلاعاتو دفتر له ویبپاڼې څخه په نقل، نن سهار د ایران په میلیونونو خلکو نن  په تهران کې د ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د جنازې په دستورو کې برخه واخستله. د ایران خلک چي نن سهار  یې ځانونه په تهران کې د شهید سلیماني په جنازې کې د ګډون لپاره تهران ته ځانونه رسولې وو له جنازې مخکې د شهید سلیماني د وینې دغچ اخستلو پړپړه لاسلیک کړه.
د سردار سلیماني  جنازه نن د ایران د انقلاب له میدانه د آزادۍ تر میدانه پورې وړل کیږي او له دې وروسته به  قم ښار ته یوړل شي  او ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ په کرمان ښار کې خاورو ته وسپارل شي. 
 د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس غونډ ځواکونو کوماندان سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی   د عراق د حشد الشعبي ځواکونو نایب مشر ابو مهدی المهندس  او ورسره اته نور کسان  د جمعې په سهار  د عراق بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو ځواکونو په هوایی حمله کې شهید شو.
https://iqna.ir/fa/news/3869535/
captcha