له آناتولی څخه په نقل، د ترکیې د دیني چارو ادارې نن په یوه بیانیه کښې د کورونا په ورځو کښې د روغو خلکو د واجب روژې نیولو باندې ټنګار وکړ.
په دې بیانیه کښې راغلې دي: د رمضان د مبارکې میاشتې په درشل کې، د ترکيې ښاریز د کورونا ویروس د خپریدو له امله له مونږ څخه د روژې د ساتلو په اړه بیلابیلې پوښتنې کوي.
د ترکیې د دیني چارو ادارې ټینګار وکړ: د اسلام د دین د واجب له مخې، هر عبادت خپل شرایط، ځای او وخت لري چې باید په هغې کښې ترسره شي، نو روژه هم په هر روغ مومن او مسلمان واجب ده.
دې ادارې په خپله بیانیه کښې زیاته کړه: د ډاکټرانو له اړخه په دې اړه چې روژه د بدن دفاعي سیسټم باندې منفي اثر لري، نه دی صادر شوی، بلکې روژه د بدن په دفاعي سیسټم باندې مثبت اثر لري.
3891729