د بمبئي ښار د عبادت ځایونه تیره ورځ، د کرونا د وبا په سبب له اته میاشتو بندیز وروستو، بیا پرانیستل شو.
د جوماتونو، هندوانو مندرونو، زیارتونو، کلیساګانو او د سیکانو ګوردوارو له بیا پرانیستا سره په سراسر ښار کې د دې ښار د بیلابیلو دینونو او آینونو منونکي عبادت لپاره خپلو عبادت ځایونو ته لاړل.
د دې ځایونو چارواکو د ویروس کرونا له خپریدو مخنیوي لپاره، خلکو ته د مخنیوي ضروري تدبیرونو رعایت کولو او رش نه جوړولو په اړه سپارښتنې وکړې. همداشان د عبادت ځایونو او جوماتونو ته هر قسمه نذر په وروکولو بندیز او د دې ځایونو د پرانیستیدو د کار وخت له مخکې کم کړې دې.