ایکنا خبری آژانس له لاهوره راپور راکړ، په دغه ورکشاپ کې چې د لاهور په الحمراء هنري کلتوري کمپلیکس کې دایران ،پاکستان او ترکیې درو هیوادونو په ګډ پنځه ورځني نندارتون کې جوړ شوی ، ، په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې سرکنسول جعفر روناس ، د پاکستان د خوشنویسانو دټولنې عمومي منشي عرفان قریشي ، پاکستان تکړه او مشهورې هنرمندې میرمن عایشه شهنواز او ددغه هیواد علم او فت د ایوان مشر ډګروال مسعود مظهر پکې شتون درلود.
په لاهور :ې د ایران د کلتوري خونې داعلامیې په اساس ، په دغه ورکشاپ کې له ایرانه کاظم خراساني ، له ترکیې افضال الدین ، د پاکستان خالد محمود صریقي او اصغر علی په حضوري او ویډیوئی لینک سره ، د نستعلیق خط پشمول دخوشخطۍ مختلف سټایونه محصیلینو او د خوشخطۍ له هنر سره مینه والو ته ورزده کړل
د اسلامی هنرونو نندارتون د لړم د میاشتې له اوه ویشتمې نیټې په الحمره سنټر کې پيل شوی او تر نن وروستیو پورې دوام لري .