IQNA

عربستان د پاکستان او هند د تبلیغي جماعتونو پرفعالیت بندیز ولګاوۀ

15:18 - December 12, 2021
د خبر لمبر: 3485105
تهران (ایکنا) – د عربستان حکومت  په دغه هیواد کې د هند او پاکستان د اسلام پالو  تبلیغي جماعتونو پر فعالیتونو بندیز  اعلان کړ.

 ایکناخبری اژانس  د سیاست له قوله راپور راکړ ، سعودي عربستان د  اسلام پالې ډلې یعني  دتبلیغي جماعت فعالیتونه ممنوع اعلان کړي او دا ئې د ټولنې لپاره  خطره او د ترهه ګرۍ یوه دروازه  بللې ده .
دعربستان حکومت  د جوماتونو پر واعظانو او امامانو غږ کړی ،چې خلک دې ددغې ډلې د ورانکارو فعالیتونو په باب خبر کړي او دوي سره دې  ئې له ګروهنه وغړوي .
د عربستان دا سلامی چارو وزییرعبداللطیف الشیخ پخپل یوه ټولنیز پيغام کې د جومات خطیبانو اود جمعې امامانو ته حکم ورکړی،چې د راتلونکي جمعې  په خطبو کې دې په الاحباب مشهور تبلیغي جماعت  د فعالیتونو په باب  خبرداری ورکړي  او خلک دې پرې خبر کړي .
دا په داسې حال کې دي چې څو ورځې مخکې هم د عربستان حکومت  په دغه هیواد کې د پاکستاني تبلیغي جماعت فعالیتونه هم ممنوع اعلان کړی او وئيلي ئې وو ،چې  د دوي په وسیله ترهه ګري او منحرف افکار دودیږي .
 دپام وړ ټکی دا دی چې د تبلیغي جماعت تنظیم په کابو ۱۹۲۶کال کې په هند کې راوپنځول شو .تبلیغي جماعت د اهل تسنن د مبلغینو یو غورځنګ دی .دغه تنظیم  اصیل اسلام ته د مسلمانانو دبیرته ستنیدا لپاره له خپلې خوا او د دیني تعلیماتوپه وسیله هڅه کوي . اټکل کیږي،چې  په درستې  دنیا کې له درې سوه پنځوسو تر څلور سوه میلیونو پورې خلک  ددغه جماعت غړي دي. دوي ادعا کوي چې پر مذهب ځانګړی تمرکز لري او له سیاسی بحثونو څخه په سخته  ډډه کوي .
د رسندویو د راپورونو په اساس،تبلیغي جماعت په تیره بیا په انډونیشیا،ملایشیا،پاکستان ،هندوستان، بنګله دیش او تایلینډ کې ډیرزیات اوفعال شتون لري.
https://iqna.ir/fa/news/4020251
captcha