IQNA

د ایرانیو ښاریزو په ضد د امریکانوی بندیزونه د واشنګټن د سپيرۀنیّت ښودنه کوي

17:45 - March 31, 2022
د خبر لمبر: 3485623
تهران (ایکنا)-  د امریکا  خزانې وزارت ،  د اسلامی ایران په ضد د واشنګټن دغلیمانه اقداماتو په دوام کې  بیګا  دڅو ایرانیو اورګانونو او کسانو په ضد بندیزونه لګولي دي .

 ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل و   دایرانیو ښاریزو په ضد دامریکا  نوي بندیزونه ، د ایران د ولس په  وړاندې  دامریکائي حکومت دناوړه نیّت  یوه بله نښه ده  چې د ایران په ضد ئې د دوي دحکومت دزیاتره دباؤ ناکام  سیاست په دوام کې پلان شوي دي .

 د امریکا  خزانې وزارت ،  د اسلامی ایران په ضد د واشنګټن دغلیمانه اقداماتو په دوام کې  بیګا  دڅو ایرانیو اورګانونو او کسانو په ضد بندیزونه لګولي دي .

 خطیب زاده  پخپلو څرګندونو کې ووئیل ، دغه اقدام په ښکاره  دا واقعیّت ثابتوي چې  دامریکا اوسنی حکومت د خپلو ادعاګانو په اپوټه ،  د ایران د ولس په ضد ددباؤ او بې اساسه تورونو دمطرح کولو لپاره له هر فرصته  استفاده کوي .   د ایران د خارجه وزارت ویندوي  زیاته کړې ،امریکا په داسې حال کې  چې ادعا کوي ، په نړیوالې ایټمي موافقې کې  دخپلو ژمنتیاؤ بشپړ اجرا ته  دبیرته ستنیدا لپاره تیاره ده ، هماغه شان  ددغې نړیوالې موافقې او د امنیت شورا ۲۲۳۱پریکړه لیک ښکاره خلاف ورزي کوي .

د ایرانیو ښاریزو په ضد د امریکا نوي بندیزونه په داسې حال کې اعمال شوي چې  په وروستیو شپو ورځو کې د امریکا  د جوزف بایډن  دحکومت  چارواکو ، په ویانا کې د بندیزونو د لغوه کولو لپاره په خبرواترو کې له ایران سره د موافقې په باب  مختلفې ادعاګانې مطرح کړي دي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i114152

captcha