ایکنا خبری آژانس د آر ټي ایل له قوله راپور راکړ،ددغه راپور په اساس چې د اسلام ضده پروسې د څارنې د موسیسې (The Islamophobia Observatory) برابر او خپور کړی دی میرمنې د سړیو په نسبت له لازیاتې له اسلام د ویرولو له پروسې سره مخ شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي دي،په لوګزامبر ګ کې په هرو پنځومسلمانانو کې یو کس دا مني چې له اسلامه د ویرولو د پروسې شاهد دی چې د ۲۰۲۰ په نسبت د نهو فیصودو پورې د کمیدا ښودنه کوي.
ددغې موسیسې مشر جاسمین جاهیچ استدلال کوي چې دکرونائي بحران لومړنی کال سبب شوی چې ځینی خلک د مسلمانانو په نسبت افراطي عقاید ولري.
جاهیچ روښانه کړه، ډيری خلک په کورونو کې پاتې شول او بیا تر ډیرو ورځوپورې ئې آنلاین کارونه کول دغه راز په ډول ډول ساعت تیریو لګیا وو چې دا لامل شول له اسلامه د سایبري ویرونې اندازه زیاته شي . همدا چاره د نورو توکمیزو ډولونو په باب هم صادقه وه.
د موجود له توپیر سره سره ، دغه راپور ښئ چې په لوګزامبرګ کې مسلمانان دهغو کسانو په نسبت چې له دغه هیواده په بهر کې ژوند کوي،د د لا کم نفرت سره مخ دي.
د لوګزامبر ګ له شپږ سوه څلوریښت زره آبادۍ څخه کابو یو اعشاریه درې فیصده مسلمانان دي.