ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د زوي سید مصطفي خمیني د شهادت،امام خمیني رح ته د «اطلاعات» ورځپاڼې د سپکاوي، امام خمیني رح ته په شوي سپکاوي باندې اعتراض کښې د قم ولایت د خلکو د سلواغې د میاشتې د نولسمې نیټې پاڅون او بالاخره د قم د خلکو د پاڅون د شهیدانو په څلویښتې کښې د تبریز د خلکو د سلواغې د میاشتې د نهویشتمې نیټې د پاڅون په شان مهمې پیښې په دیارلس سوه شپږپنځوسم کال کښې رامینځته شوې او دغو ټولو پیښو د پهلوي رژیم پرضد د خلکو د کرکې او د غصي د څرګندیدا لپاره شرایط ډیر برابر کړل.
د قم ولایت د سلواغې د میاشتې د نولسمې نیټې له پاڅون څلور ورځې وروسته د هغه پاڅون د شهیدانو د څلویښتې په ورځ د ایران په ځینو ښارونو کښې عمومي ویر اعلان شو.
د ایران قم او تبریز ښارونه په کامل ډول بند شول.په تبریز ښار کښې په لسګونو زره خلک د «ختم »په هغو مراسمو کښې چې ټاکل شوي وه په حاج میرزا یوسف یا هماغه په« قزلي» جومات کښې ترسره شي د ګډون لپاره دغه جومات ته روان شول خو د ختم د دغو مراسمو مخه نیول او د دغه جومات سپکاوي کول د باچا رژیم له ځواکونو سره د خلکو د نښتې سبب شول او له کبله یې په لسګونو کسان شهیدان او په سلګونو نور ژوبل هم شول.
د ایران د تبریز د خلکو له خونړي پاڅون وروسته چې د باچا رژیم د عواملو لخوا په وینو ولړل شو حضرت امام خمیني رحمت الله علیه په یوه پیغام کښې چې د هغه په تعبیر « غمنامه« و خپور کړ.
حضرت امام خمیني رح په دغه غمنامې کښې وویل سلام دې وي د اذربایجان په دینداره او زړورو خلکو ، درود دې د تبریز په غیرتمندو ځوانانو او زړورو سړیو ، درود دې په هغو سړیو چې د پهلوي د ډیر خطرناک نسل په وړاندې یې پاڅون وکړ او مړ دې باچا په شعارونو سره یې د هغه په چټتیاتو باندې د چلیپا کرښه وکاږله ، ژوندي دې وي د تبریز ګران مجاهد خلک چې په خپل غورځنګ سره یې چټي خبرو کونکو کسانو ته سخت ګوزار ورکړ.
د ایران د تبریز سیمې د خلکو د دیارلس سوه شپږپنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې د نهویشتمې نیټې پاڅون د اسلامي انقلاب په تاریخ کښې د بدلون یو پیچومی او د ایران د اسلامي انقلاب د یوې اساسي جرړې په توګه ګڼل کیږي؛ ځکه چې په هیواد کښې د څلویښتیو د دودیدا سبب شو او د خلکو پاڅونونه یې له یوه ښار څخه بل ښار ته وغځول او له ترتیب سره سم د ایران د یزد سیمې خلک د شیراز سیمې خلک د جهرم سیمې خلک د کازرون سیمې خلک او په نهایت کښې د ټول ایران خلک راپاڅیدل.
پر دې اساس د ایران د تبریز سیمې د خلکو پاڅون د باچا رژيم لپاره بیا د خطرې ټلۍ وه.
په همدې دلیل باچا رژیم په ټول توان سره هڅه وکړه له هرې لارې د خلکو پاڅون داغي کړي او دغه پاڅون له خپل لارې وغړوي.
په همدې دلیل د باچا رژيم تبلیغاتي ادارې یعني حکومت د تبریز د خلکو پاڅون د اسلامي مارکسیسټانو د کمیونیسټانو او د هغو پردیو کسانو چې له خارج څخه راغلي وو پاڅون وباله.
خو د ایران د باچا د سلطنتي رژیم له دغو ټولو هڅو سره سره د تبریز سیمې د سلواغې د میاشتې د نهویشتمې نیټې پاڅون د ایران عمومي حالات بدل کړل؛ د باچا رژيم لومړۍ غوښتل د قم ولایت غمیزه پټه وساتي او د اعتراضونو د زیاتیدا مخه ونیسي خو په تبریز سیمې کښې د قم د شهیدانو د څلویښتې مراسم او دغه راز د تبریز د خلکو پاڅون باچا رژیم نور پسې رسوا کړ او د ایران په نورو ښارونو کښې یې د انقلاب حرکت ګړندی کړ.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د تبریز او د اذربایجان د خلکو د ایمان د غیرت او د صفا په قدرونې سره د تبریز د خلکو د سلواغې د میاشتې د نهویشتمې نیټې پاڅون یو ټاکونکی پړاو او د ایران د تاریخ د جوړیدا ورځ بللی او ټینګار یې کړی دی که چیرې د تبریز خلک د قم د پاڅون د څلویښتې په ورځ نه راپاڅیدلئ نو د قم د خلکو پاڅون به هیریده خو د تبریز خلکو په یوه پاڅون او ملي حرکت باندې د قم د پیښې په بدلولو سره چې په یوه کال کښې د ګوډاګي ظالم رژیم د نسکوریدا سبب شو د ایران د ازادۍ بیرغ په لاسونو کښې واخیست او تاریخي پړاو یې رامینځته کړ.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128184