IQNA

په بیلجیّم کې د توکمپالنې اوج،مسلمانانو ته کورونه مه ورکوئ

7:12 - March 11, 2023
د خبر لمبر: 3487016
ایکنا-(تهران)په بیلجیم کې د مراکش یوې میرمنې د یو داسې لیک د ترلاسه ولو خبر ورکړی، چې پکې د کورونو له خاوندانو غوښتل شوي دي ،څو خپل کور او ځاي  مسلمانانو ته په کرایه  ورنکړي.

ایکنا د اریفینو ویب سایټ له قوله راپور راکړ،دبیلجیّم په آنورب  کې دیره یوې مسلمانې  مراکشۍ میرمنې د یوه لیک د ترلاسه کولو خبر ورکړی چې  محتوا ئې د مسلمانانو په ضد او توکمپاله ده.

په دغه لیک کې چې د  یوه ناپيژاندي کس  په وسیله  د مراکش توکمه میرمنې د اپارټمنټ پستي صندوق  ته استول شوی دی لیکل شوي دي،د ځاي او کوڅې موقعیّت  د ساتلو په خاطردې مهربانۍ وکړئ خپل ځای او کور مسلمانانو ته په کرایه او اجازه مه ورکوئ ددې لپاره چې  دوخت په تیریدا سره بهئې  ارزښت کم شي.

داسې ښکاري  دغه ناپيژاند کس چې  دغه توکمپال پیغام ئې لیږلی، غوښتل دکور خاوند ته دا پیغام ورکړي  چې  مسلمانانو ته دې په کرایه خپل کورونه نه ورکوي اوپه دې  راضي نه دی.

 مراکش توکمه دغې مسلمانې میرمنې ددې خبرې په کولو سره  چې هڅه کوي،څویو ښه انسان شي، زیاته کړې ده، دا لومړی ځل دی چې دغه  شان  توکمپالنې سره مخ کیږم اوهغه مهال چې  د اوبواو کنټور د لوستلو او د لیکونو دترلاسه کولو لپاره مو پخوانی آپارټمنټ ته مراجه وکړه  چې ظاهرا  د مالپاره نه بلکې د د آپارتمنټ د خاوند لپاره دغه لیک لیږل شوی ؤ.

په داسې حال  کې چې  پولیسو اعلان کړی دی ، دغه مراکشي میرمن  ددغه ورلیږل شوي  لیک دمحتوا په خاطر شکایت کولی شي، خو هغې ټينګار کړی دی چې  د شکایت کولو داسې څه نیّت نه لري او  دا د خپل وخت ضائع کول ګڼي.

https://iqna.ir/fa/news/4127227/%

captcha