IQNA

اسرائیل د ایران او د عربستان موافقه ستره ماتي ګڼي

16:52 - March 13, 2023
د خبر لمبر: 3487029
ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید زیاته کړه د اسرائیلو په هکله مو ولیدل چې هغوې د ایران او د عربستان ترمینځ موافقه د ځان لپاره یوه ستره ماتي ګڼلي ده او صهیونیسټ مشرانو یوبل له عربستان سره د اړیکو د عادي کولو د بهیر په ماتي خوړلو تورن کړل.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان موافقه یوه نړیواله پیښه وبلله او ټینګار یې وکړه صهیونیسټ رژیم دغه موافقه د خپل ځان لپاره ستره ماتي ګڼي.

هغه وویل د ایران او د سعودي عربستان د موافقې په هکله لومړنی دریځ د امریکا او د صهیونیسټ رژیم لخوا غوره شو؛ تر دې چې امریکا دغه موافقه د ولسمشر جوبایډن لپاره ماتي او په مینځني ختیځ کښې د واشنګټن د نفوذ د ځوړتیا نښه وبلله.

د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید زیاته کړه د اسرائیلو په هکله مو ولیدل چې هغوې د ایران او د عربستان ترمینځ موافقه د ځان لپاره یوه ستره ماتي ګڼلي ده او صهیونیسټ مشرانو یوبل له عربستان سره د اړیکو د عادي کولو د بهیر په ماتي خوړلو تورن کړل.

هغه ډاګینه کړه د ایران او د عربستان موافقه په لنډه او اوږدې مودې کښې د سیمې په بیلابیلو دوسیو باندې اغیز شیندلی شي او دغه راز د ایران او د عربستان ترمینځ د اړیکو اصلي حالت روښانه کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i129396

captcha