IQNA

د امریکا د دیربرّن مسلمانان د روژې د رمضان د جشنوارې لپاره ځان تیاروي

15:34 - March 16, 2023
د خبر لمبر: 3487045
ایکنا-(تهران) د امریکا د میشګن ایالت د دیربورن ښار مسلمانان دتیرو کلونو په شان د روژې دمبارکې میاشتې په اوږدو کې د روژتیانو د ضرورتونو دتامینیدا لپاره یوه جشنواره ترسره کوي.

ایکنا د سی بی سی له قوله راپور راکړ، د روژې دمبارکې میاشتې د رارسیدا په درشل کې د امریکا په میشګن ایالت کې په ډیربورن ښار کې د رمضان د کلنۍ جشنوارې لپاره تیاریانې په اوج کې دي .

د جشنوارې بنسټګر حسن چمي  سی بی سی نیوز ته په خبرو کې ووئيل،د هغو سټالونو او خیمو په لیدو سره چې ددغې جشنوارې لپاره لګول شوي دي،ډير مجذوب شوی  او دا ډير احساساتي پروګرام دی.هغه زیاته کړې ده،کابو خیمو ګیرچاپیره دهواد ګرَمولو لپاره کابو پنځوس هیټران  لګیدلی دي.دغه کلنۍ جشنواره د اتیاؤ سټالونو په شتون سره ترسره کیږی چې  اتلس سټالونه به ئې د قالیو او جامو کپړو او شیانو د خرڅلاؤ  لپاره او نور به هم د ګرَمو او سړو خوړو لپاره مخصوص وي

دسږکال جشنوارې مهم ټکی دا دی چې د اخستو لپاره اوږده صفونه نشته.چمي ووئيل،خلک د یو بارکد په سکین کولو سره یا د(Let’s Halal) پروګرام  په وسیله په آنلاین بڼه هم سفارش ورکولی شي.

دغه جشنواره به د مارچ په ۲۴یعني سبا جمعې ورځې په دیربورن ښار کې د فیرلین ټاؤن  په مرکز کې پیل شي او  د هرې اونۍ په آخر کې (د شنبې او یکشنبې په ورځو) له ماښام لس نیمې بجو  تر سهار وختي درو بجو پورې به ترسره کیږي.

ددغې جشنوارې بنسټګر په دوام  کې ووئیل،که څه هم  دغه پيښه زیاتره مسلمانان خوښوي ، چې په د روژې په مبارکې میاشتې کې روژه ساتي ،خو  درست دینونه په دغه جشن کې ګډون کولی شي. مونږ دټولو هرکلی کوو . دلته د شتون لپاره  لازمه نه ده چې مسلمان ووسئ، دا داسې ځاي دی چې د دوستۍ د پل جوړیدا او له ټولو هرکلی کیږي.

 دغې جشنوارې ته د ورتلو لپاره فیس پنځه ډالره په نظر کې نیول شوی دی چې  دغه ټول عایدات به په خیریه چارو کې مصرفیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4128500/%D9

captcha