IQNA

د استانبول په آیا صوفیه جومات کې د انتخاباتی سیالیو له ختمیدا وروسته د اردوغان د قرآن تلاؤت(فلم)

9:32 - May 16, 2023
د خبر لمبر: 3487343
 ایکنا-(تهران) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  خپلې  انتخباتي سیالۍ د مئ د دیارلسمې نیټې په شپې د استانبول په آیا صوفیه جومات کې د قرآن کریم په تلاؤت او دلمانځه په قایمولو سره پاي ته ورسولې.

ایکناد عربی ۲۱له قوله راپور راکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ددغه هیواد د انتخاباتو سیالیو په پاي سره  د استانبول  په آیاصوفیه جامع جومات کې د ترکیې دلسګونو زره خلکو په ش تون سره د ماښام او ماسخوتن لمون ادا کړ او ورسره ئې  دقرآن کریم تلاؤت هم وکړ.

په دغو دستورو کې د ترکیې دپارلیمان مشر، د کورنیو چارو وزیر د کلتور اوټوریزم وزیر  او دغه راز نور د عدالت او پراختیا ګوند ډيرو مسئولانو هم شتون درلود.

په هغه ویډیوئي کلیب کې چې په رسندویو کې خپور شوی دی، د ترکیې ولسمشر ارودغان د بقرې سورې د لومړنیو آیتونو د لوستو په وخت ښئ، په داسې حال کې چې په ټولینزو چینلونو کې کارؤنکي  د رجب طیب اردوغان ددغه اقدام څخه د لمونځ ګوزارو دهرکلی او د تکبیر د شعارونو د پورته کیدا کلیپونه  خپروي.

د ترکیې ولسمشرپه آیاصوفیه جامع جومات کې د لمانځه له قایمولو وروسته د لمونځ ګوزارو په ټول کې پخپلې وینا کې له مسلمانانو غواړي ،تل یوه بل ته لاس ورکړی او دیوه بل ملاتړ وکړي او د  « وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا"»  آیت په استناد سره ئې ټينګار وکړ چې  درسته اسلامی نړۍ د  تاسو د پيوستون او هغه څه پیروکاره ده چې په تیره بیا په ترکیې کې رامیځةکیږي.

د ارودغان  اصلی سیال  کمال قلیچدار ااوغلو  هم خپلې انتخاباتي سیالۍ  دترکیې د بنسټګر  مصطفی کمال آتاتورک په مرقد په زیارتو کولو سره پاي ته ورسولې.

https://iqna.ir/fa/news/4140842

captcha