IQNA

بین الحرمیّن او د لبیک یاحسین لبیک یازینب د فریاد او شعارونو انګازې

21:55 - September 06, 2023
د خبر لمبر: 3487917
ایکنا-(کربلا) د کربلا په بین الحرمیّن  کې بیګا شپې او نن داربعیڼ په ورځ د لکونو حسینی مینه والو ځوږ او ولوله د بیان وړ نه ده  او د حضرت امام حسین  او حضرت ابوالفضل العباس علیهم السلام  د حرمیّنو د زیارتوالو شمیر  دومره دی چې ځوږ ئې په درستې فضا کې انګارې کوي.

ایکنا د الفرات نیوز له قوله راپور ارکړ، هغه میلیونونو حسینی زیارتوال چې  له تیرو څو اونیو او شپو ورځو راهسې  دعراق له ګوټ ګوټه او د  مځکې له بل هر ګوټه ئې ځانونه   د کربلا معلی ټاټوبی ته رسولي دي،بیګا او نن ورځ ئې  په حرمینو او بین الحرمیّن کې په یوه غږ  او ځوږ سره د لبیک یاحسین  چغې پورته کړې  او دنیا ته ئې وښودله چې حسیني لښکر هر وخت تیار دی.

راپورونه ښئ چې په میلیونونو حسینی زیارتوال له پرون ناوخت راهسې تر نن اربعین ورځې پورې  د سید الشهدا د سپيڅلي حرم په شاوخوا کې  او  علمدار  کربلا په سپيڅلي حرم کې ویر او ماتم کوي او له اهل بیت علیهم السلام سره  خپله مینه او عشق نندارې ته وړاندې کوي.دا هغه عشق او مینه ده چې په میلیونونو مینه وال  او عاشقان ئې د مځکې له ګوټ ګوټه دغه مقدس ټاټوبی ته رسولي دي  او په یوه واحد ورک شوي شي پسې دي چې  له اهل بیت علیهم السلام سره مینه اوعشق دی

د ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او داهل بیت علیهم السلام مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وړاندې کو

 

 
انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4167277

captcha