ایکنا نیوز د القاهره ۲۴سایټ له قوله راپورورکړی،دغه دستورې د الازهر د اسلامی مرکز په همت او دمصر د فیوم ولایت د اوقافو دادارې سره اړونده اهل القرآن ؛قرآني مکتب د مسئولانو په ملګرتیا سره ترسره شو.
په دغو دستورو کې چې د اطلسا ښار په ؛الرحاب ؛کلب کې ترسره شوې،د هغو ۳۵۰ انجونو او هلکانو چې د کامل قرآن حافظان شوي دي، ستاینه وشوه.
په دغو دستورو کې همداراز د هغو ۶۳۹ قرآن زده کونکو څخه هم قدرونه وشوه چې نیم قرآن او څلورمه برخه قرآن کریم ئې حفظ کړی ؤ.
په دغو دستورو کې همداراز د سیمې ډيرو زیاتو اوسیدونکو د قرآن حافظانو،د الازهر یو شمیر عالمانو او داوقافو د وادارې مسئولانو،متفکرانو،دیني عالمان واو رسندوئي اصحابو هم ګډون درلود.
د الازهر غورهعالم محمد حسین صالح، د اهل القرآن مکتب خونې مسئول شیخ محمد عبدالتواب محمد، او دغې خونې یو شمیر استاذان هم ددغو دستورو ځانګړي میلمانه وو.
انتهای پیام