ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د بشری حقوقو نړیوالې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان له حکومته وغوښتل،څو د افغان پناه غواړو د ویستلو لپاره دې له ګواښه کار نه اخلي . په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی، پاکستان ته د منتقل شوو افغانانو د بیرته دیره کیدا لپاره د هیوادونو ناکامې ژمنې ددغو پناه غواړو لپاره خطرې زیاتوي.
د بشری حقوقو نړیوالې ادارې په دوام کې له ملګروملتو او نړیوالو مرستندویو هم وغوښتل څو پر پاکستان دباؤ واچوي چې دافغان پناه غواړو ملاتړ وکړي او له دوي سره دې بد چلني ختمه کړي.
دا په داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت هغو درستو غیر قانوني افغان پناه غواړو ته چې د اسلام اباد دحکومتي چارواکو په وینا، کابو یو میلیون اولکه کسانو څخه زیات دي ، داکتوبر تر یودیرشمې نیټې پورې له دغه هیواده ووځي او دوي خبرداری ورکړی چې ددغې نیټې له ختمیداوروسته به د پناه غواړو په زوره ویستل پیل کړي.
د پاکستان دحکومت دغې فیصلې د ملګروملتو او د بشری حقوقو د اورګانونو ژورې اندیښنې په ځان پسې درلودلي دي چې ددغو موسیسو ځینو چارواکو د خبرواترو لپاره اسلام اباد ته سفرونه کړي دي.