ایکنا نیوز د الاهرام له قوله راپور راکړ، د مصر اوقافو وزارت د قرآن کریم د خدمت په فعالیتون کې د خپل رول په چوکاټ کې د قرآن کریم د ختم دریم پړاؤ د شاطیبه له لارې د نافع المدني رودې په روایت سره د راتلونکي اونۍ په یکشنبې ورځې ترسره کیږي.
د نافع رودې په روایت دقرآن کریم د ختم دریمې دستورې د نړۍ د۶۴ هیوادونو دنمایندګانوپه شتتون سره د مصر د قرآن کریم دنړیوالوسیالیو ددیرشم پړآړ په څنډې کې د مصری قاریانو په اجرا سره ترسره کیږي.
په دغه ختم کې په حاضرو مصري لوړپوړو قاریانو کې ډاکټر احمد نعینع ، شیخ محمودا لخشت ،شیخ طه النعماني ،قاری شیخ احمد تمیم المراغي ،شیخ محمد فتح الله بیبرس، قاری شیخ یوسم قاسم حلاوه ،قاری احمد عوض ابو فیوض، قاری شیخ فتحی و قاری شیخ محمود علی حسن شامل دي .
دا د نافع ورش په روایت د قرآن دریم ختم دی چې په روان میلادي کال کې دمصر داوقافود وزارت له خوا ترسرهکیږي. دغه دستورې په شپاړسمې میلادی پيړۍ کې مصر ته عثمانیانو له ورتګه مخکې د قرآن د تلاؤت یو دود روایت ؤ ،خو دعثمانیانو په شتون سره سوکه سوکه له عاصم څخه د حفص روایت دود او تثبیت شو، په عین حال کې د ورش روایت هماغه شان د الجزایر ،تیونس او مراکش پشمول د شمالی افریقا په هیوادونو کې غالب روایت دی .