ایکنانیوز راپور راکوي دغه تلاؤت په ۱۹۷۸کال کې د مصر دټيلیویژن په سټوډیو کې ریکارډ شوی او د استاد عبدالباسط یوه په زړه پورې او آوریدونکي صحنه ننداره او ولوله نندارې ته وړاندې کوي.
استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد سلیم داؤؤد د مصر او اسلامی نړۍ یو ډیر مینه ناک او دطلائي حنجرط لرونکی قاري دی او دی په ۱۹۲۷کال کې د مصر دالاقصر ولایت په جنوب لویدیځ کې دارمت ښار په شاوخوا کې په املراعزه کلی کې زیږیدلی ؤ . یوداسې شخصیّت چې د یوه په زړه پورې غږ په دلیل د مصر د چارواکو او مسئولانو او نړیوالو ډير زیات پام وراوړیدلی ؤ او ریډیو ته په مخه کولو سره ، په مصر کې د ریډیو داخستو لباره غوښتې هم زیاتې شوي او د مصر په زیاتره کورونو کې کې د هغه دقرآن تلاؤت خپرید.
عبدالباسط د اسلامی نړۍ یو ترټولو مشهور قاري ؤ او دډير په زړه پورې او ښکلي غږ په دلیل په درستو اسلامی هیواونو او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دهغه د تلاؤت ویډیوګانې او آډیوګانې اوس هم په ډيرې مینې او پرتم سره آوریدل کیږي.
یاد او خاطره ئې تل ژوندئ