IQNA

په علوي مقدس آستان کې د حضرت فاطمةالزهرا(ع)د نیکمرغه زوکړې په مناسبت قرآنی محفل ترسره کیږی

14:04 - January 03, 2024
د خبر لمبر: 3488516
ایکنا- په نجف اشرف کې علوی مقدس آستان د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د عراقي  اونړیوالو قاریانو په شتون سره د قرآني محفل د ترسره کولو خبر ورکړ.

ایکنانیوز دعلوي مقدس آستان د اطلاع رسونې د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، دغه مقدس آستان  به  د د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها دن نیکمرغه زوکړې په مناسبت د یوشمیرعراقي او نړیوالو قاریانو په شتون سره قرآنی محفل ترسره کړي. دغه قرآني محفل  به د حضرت فاطمةالزهرا (س) د نیکمرغه زوکړې په مناسبت   د عفاف اونۍ دجشنوارۍ د  ترسره کیدا په څنډې کې ترسره شي.

د علوي مقدس آستان د رسندوئي برخې مشر حیدر رحیم  روښآنه کړې ده ،په دغې جشنوارې کې به یو شمیر فعالیتونه او دستورې شاملې وي چې  له دوشنبې ورځې پیل شوي او تر یوې اونۍ پورې به دوام ولري.

 هغه ووئيل، په دغو فعالیتونو کې  په علوي مطهر صحن کې د قرآني محفل ترسره کیدا د عراق او بهرنیو غوره مداحانو او قاریانو په ګډون سره دستورې لري  او  د زیارتوالوال لپاره به ولسی جشنونو سره تر یوې اونۍ پورې دوام ولري.

په دغې جشنوارې کې همداراز الروضه الحیدریه کتابتون  له کمپلیکس سره اړونده  دستورو پشمول یوشمیر کلتوري دستورې او له میرمنو سره اړونده سمینارونو ترسره کیدا او  همداراز د زیارتوالو  لپاره یوشمیر فعالیتونه هم شامل دي.

هغه روښانه کړې ده ، د حضرت امام علی علیه السلام حرم مطهر  د عفاف په اونۍ کې ،د نجف اشرف  دمختلفو پوهنتونونو او مدرسو څخه د ښځينه استاذانو  د ستاینې لپاره چې د استاذۍ عنوان ئې ترلاسه کړی یو پلان  پیل کړی دی.همداراز د نجف اشرف  له پوهنتونونو او ښونځيو څخه  یوشمیر غوره زده کونکي او محصیلینو به هم قدرونه او ستاینه وشي.

https://iqna.ir/fa/news/4191257

 

captcha