IQNA

د نړیوالو قاریانو په شتون سره په ۱۰۶۵ عمود کې له قرآن سره د انس محفل ترسره کیدا

10:16 - August 20, 2024
د خبر لمبر: 3489726
ایکنا – د حسینی اربعیّن په پلي لارې کې  واقع په ۱۰۶۵ عمود کې د مدینةالزایرین امام حسن مجبتی(ع)موکب خدمت کونکي به هره شپه د ایران د اسلامی جمهوریت د ممتازو او نړیوالو  قاریانو کوربه وي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د امام حسین(عَ) د عتبه له دارالقرآن او د دکربلا نړیوال چینل سره د اربعین  کمیټې د قرآن څانګې له خوا د شوو غږملتیاؤ په اساس، له قرآن کریم سره د انس  د محفلونو ټولګه ترسره کیږي.

په همدې اساس دغه محفلونه به د اربعیّن تر شپې پورې دوام ولري. دغه محفلونه هره شپه  له لسو بجو تر دولسو بجو پورې په ۱۰۶۵ عمود کې په مدینةالزایرین  امام حسن مجبتی(ع) کې  او د ایران داسلامی جمهوریت د ممتازو او نړیوالو قاریانو په شتون سره ترسره کیږي.

د قرآني محفلونو دغه ټولګه په ژوندئ بڼه د کربلا نړیوال چینل حځه خپریږي . دغه چینل  د کربلا  په سویه او په تیره بیا د حضرت امام حسین علیه السلام او د بین الحرمیّن په شاوخوا کې ښاریز ټيلیویژنونه هم لري.

ددغو تلاؤتونو ثواب د شهیدانو د سید اوسالار  او دهغه بزرګوار وفادارو ملګرو او هم د فلسطین او غزې مظلومو شهیدانو ته ډالۍ کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4232412

captcha