ایکنا خبري اژانس د بوابه روز الیوسف په قول راپور ورکړ د مصر د قاریانو او د حافظانو اتحادیې په دغه بیانیې کښې ټینګار کړی دی هر وګړی که هغه کوچنی دی یا لوی دی که هغه مشهور دی یا نامعلوم که د خدای د کتاب سپکاوی وکړي دغه اتحادیه به هغه پرې نه ږدي او د هغو کسانو پرضد به چې د خدای پاک د کتاب سپیڅلتیا رعایت نکړي قانوني تدبیرونه غوره کړي.
د مصر د قران کریم د حافظانو او د قاریانو د اتحادیې مشر شیخ محمد صالح حشاد له خلکو وغوښتل د خپل قران کریم د تلاوت د مراسمو لپاره مشهورو قاریانو ته بلنه ورکړي او په دې لاره کښې د قران کریم د حافظانو او د قاریانو له اتحادیې مرسته ترلاسه کړي.
د دغه سختې بیانیې خپریدل وروسته له دې ترسره شول چې د «سمیر عنتر» په شمول د مصر یوه قاري په کفر الشیخ سیمه کښې د عزادارۍ په مراسمو کښې د قران کریم د تلاوت په وخت د قران کریم د قداست او سپیڅلتیا له رعایتولو پرته په خپل موبائیل ټیلي فون باندې خبرې وکړې.
د مصر د قران کریم د دغه قاري دغه اقدام د اینټرنیټ پاڼو د ګڼ شمیر کاریالانو او کارونکو له پراخې نیوکې سره مخامخ شو او ډیرو کسانو د الهي کلام ګستاخي او قران کریم ته نه احترام وباله.
https://iqna.ir/fa/news/4235243