IQNA

د اسټرالیا په سیډني کښې د مقاومت د سید د یاد د درنښت + فیلم

9:42 - October 02, 2024
د خبر لمبر: 3489931
د اسټرالیا یوشمیر شیعه مسلمانانو د سیډني په امام حسین علیه السلام جومات کښې په شتون سره د سید حسن نصر الله په ټرور کښې د صهیونیسټ رژيم

د ترهګر جنایت د غندلو په ترڅ کښې د فلسطین او د لبنان له ملتونو په ملاتړ ټینګار وکړ.

د ثامن الائمه امام رضا علیه السلام د قراني ټولنې مشر مصطفی اشرفي له ایکنا خبري اژانس سره په مرکه کښې د دغه خبر د اعلانولو په ترڅ کښې وویل: په سیډني کښې په دغه خودجوشه ولسي غونډې کښې ګډون کونکو د لبنان د حزب الله د مشر  حسن نصر الله  د شهادت په ویر کښې د لبنان او د ایران بیرغونه او پلې کارډونه له ځانونو سره وړل.

د اشرفي په وینا د اسټرالیا د سیډني په لسګونو زره مسلمانانو په دغو مراسمو کښې ګډون وکړ.

دغه راز د سیډني شیعه ماتمیانو په امام حسین علیه السلام جومات کښې په شتون او د قران کریم په قرائت سره د لبنان د حزب الله  د ارواښاد مشر سید حسن نصر الله درنښت وکړ.

او س په دوام کښې د سیډني په امام حسین علیه ا لسلام جومات کښې د ثامن الائمه امام رضا علیه السلام د قراني ټولنې د مشر مصطفی اشرفي د قران تلاوت اوریدلای شئ.

 

 

 
د اسټرالیا په سیډني کښې د مقاومت د سید د یاد د درنښت + فیلم
د اسټرالیا په سیډني کښې د مقاومت د سید د یاد د درنښت + فیلم

https://iqna.ir/fa/news/4239883

captcha