ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼۍ د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور را کړ،ډاکټر مسعود پزشکیان پخپل پیغام کې د جهادي زړور قوماندان شهید یحیی السنوار شهادت په ماسبت د رهبرۍ ستر مقام او د غزې او فلسطین مقتدر او مظلوم ولس او د نړۍ درستو آزادي غواړو ته تسلیّت او مبارکي ووئيله.
د اسلامی ایران ولسمشر په دې مناسبت په خپل پیغام کې ووئيل،د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر،نه ستړکیدونکی مجاهد یحیی السنوار د شهادت او ترور خبر که څه هم د ټولو آزادي غواړو پّ تیره بیا د فلسطین قهرمان ولس لپاره ډير دردناک او اغیزشیندونکی خبر ؤخو په عین حال کې د صهیونیسټ ماشوم وژونکي او نیواکګر رژيم د جنایتونو د ختمیدا یوه ښکاره نښه ده .شهید السنوار پخپل ارزښتمن ژوند کې تر کلونو پورې د صهیونیسټي وحشي رژيم په زندان کې ړ او له دې وروسته ئې هم د خپل عمر تر وروستیو شیبو پورې په اتلوال ډول ویاړمن شجاعت سره وجنګید او هیڅکله هم په آرامه ناست نه ؤ.
هغه پخپل پیغام کې ووئيل، د نیواکي ټاټوبو حقیقي خاوندانو ته د آزادۍ ااو ژغورنې ډالۍ او له تیریو سره په ډغرې کې جهاد ، یوداسې لوي حرکت او هدف دی چې ددغه ډګر د هیرو او اتلوالو په ترور او حذفیدا سره به ونه دریږي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددغه میړني او شجاع او ځير قوماندان د شهادت په مناسبت د رهبرۍ ستر مقام ، د غزې او فلسطین مظلوم او مقاومت کونکي ولس او د نړۍ درستو آزادۍ غواړو ته تسلیّت او مبارکي ووئيله .
داپه داسې حال کې ډي چې په شهید یحیی السنوار د شهادت په مناسبت د ایران د پارلیمان مشر محمد باقر قالیباف او د قضایه قوې مشر حجةالاسلام محسنی آژه اي هم پخپلو جلا جلا پيغامو کې روښانه کړې ده ، چې د فلسطین د میړني او شجاع ملت مبارزه او جهاد به د خپلو کمانډرانو په ترور او شهادت سره ونه دریږي او ددغو شهیدانو وینه به د حماس پشمول ددرست مبارز ولس او مقاومتي چورلیز مبارزه او جهاد نوره هم سخت او تیز کړی او د وحشي صهیونیسټي رژيم د ژوند وروستۍ شپې ورځې به نوره هم رابرسیره کړي.