IQNA

د ماسکو په جامع جومات کې د ؛قرآن نړۍ؛ نومې نندارتون ترسره کیږي

10:38 - November 11, 2024
د خبر لمبر: 3490140
ایکنا – د؛قرآن نړۍ؛ نومې نندارتون، د لړم دمیاشتې له نولسمې نیټې د قطر په ملګرتیا سره د ماسکو په جامع جومات کې د لړم له نولسمې پیل شوی او د لړم تر څلورویشتمې نیټې پورې په دوام وکړي.

ایکنانیوز د صراحه نیوز له قوله راپور راکوي، د قرآن نړئ نندارتون او د ؛اسلامی سنیما اونۍ ؛ نومې  جشنواره  د  لړم د میاشتې په نولسمه شنبې ورځې څخه  د  ماسکو په لوي جامع جومات کې د روسیې او قطر د ګډې پروژې په لړ کې  په پرتم سره دوام لري او ډیری خلک ئې هرکلي کوي.
 د ماسکو د قرائت د نړیوالو سیالیو د ترسره کونکي کمیټې مشر او د روسیې د مسلمانانو د ادارې مرستیال مشر روشن ابیاسف ددې خبر په اعلانولو سره وئیلي دي،چې په دغه نندارتون کې د ماشومانو او لویانو لپاره  ځانګړي پروګرامونه شامل دي او لیدونکي د پیغمبراکرم(ص) دزمانې د مدینې او مکې له فضا سره پکې آشنا کیدلی شي.
هغه زیاته کړې ده ،د اسلامی سینما اونۍ جشنواره هم له نندارتون سره په یووخت د اسلامی سینما د تولیداتو د معرفي کیدا په موخې سره د ماسکو په جامع جومات کې ترسره کیږي.
د وئيلو ده، د ماسکو د قرآن د قرائت د نړیوالو سیالیو دوویشتم پړاؤ د نومبر له شپږمې د نومبر تر اتمې نیټې پورې د نهو افریقائي هیوادونو پشمول د څه دپاسه دیرشو هیوادونو دقاریانو په ګډون سره د ماسکو په جامع جومات کې ترسره شو.
https://iqna.ir/fa/news/4247182

captcha