IQNA

د اسلامي تمدن په لور د تګ لازمه، د اصیلو دیني معارفو پراختیا ده

11:51 - November 21, 2024
د خبر لمبر: 3490193
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي فرمايي: د اسلامي تمدن په لور د تګ لازمه، د اصیلو دیني معارفو پراختیا وبلله

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپورراکوي،د اسلامی انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون ماسپښین د جامعة الزهرا(س) له یوشمیر مدیرانو، استادانو او طالباتو په کتنه کښې، د اسلامي تمدن په لور د خوځښت لازمه، په ټولو خلکو کښې د اصیلو دیني معارفو خورول وبلل او دغه ضرورت ته په پام سره یې وویل: د اسلامي معارفو بیانول او تبلیغ او د دین راژوندي کول، د جامعة الزهرا یو بل مهم مامموریت دی چې باید د ټولنې د نیمايي نفوسو په توګه د ښځو د تربیتي اغیزشیندنې او معنوي پرمختګ لپاره په نښه شي او ورپاره پلاننګ وشي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي، په رسنیو او نړیوالو اجتماعاتو کښې دیني معارفو د لوړې سوې د لرونکي میرمنو د شتون ضرورت او په دې لړ کښې د جامعة الزهرا رول ته په اشارې سره زیاته کړه: د اسلامي انقلاب له بریا وروسته په ټولنه کښې ګڼې فاضلې میرمنې شتون لري چې باید په رسنیو کښې په ښځو او کورنۍ پورې د اړونده مسائلو بیانولو ته چمتو شي او همداشان باید وکړې شي چې په سترو نړیوالو او اسلامي ټولنو کښې، په آیتونو او حدیثونو او روایتونو او نهج البلاغه باندې په استناد سره، لوړ دیني مطالب بیان کړي چې دا کار به هم د هیواد په پرمختګ او په دنیا کښې یې د مشهورتیا او هم به د اسلامي امت په جوړولو کښې اغیزناک وي.
معظم رهبر دغه اغیزناکه ټولګه له اسلامي انقلابه رامینځته شوې بې سارې ښکارنده او د ښځو د دیني معلوماتو او اغیزشیندنې د سویې د لوړیدو لامل وبلله او د ټولنې له بدلونونو سره سم یې په علميه حوزو کښې د بدلون په ضرورت باندې په ټینګار سره وویل: علمیه حوزې باید د اقتصادي مسائلو، حکمرانۍ او کورنۍ د مسائلو په شمول د ټولنې د مهمو مسائلو په هکله نظر ولري.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دغې کتنې کښې د جامعة الزهرا(س) تشکیل، د امام خمیني(رح) د نوښت پامته داره وابله او ویې ویل: د هیود د ګڼو نجونو او ښځو د دیني پوهې د زیاتولو په دندې سره د یوې ټولګې جوړیدل ډیر ارزښتناک دي ځکه چې له دې مخکښې، ښځو د هیواد په تاریخ کښې داسې امکان نه درلود.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i154480

captcha