در این سوره خدای متعال منتی بر رسول خدا (ص) نهاده به اینکه به آن جناب «کوثر» داده است، تا ایشان را دلگرم ساخته و بفهماند که آن کس که به وی زخم زبان میزند، خودش اجاق کور است.
رسول الله(ص)،هغه مهال چې دعمر شریف دیرش کلونه ئې تیر شول، له حضرت خدیجه سره واده وکړ چې ددغه واده نتیجه څو بچیان دي. په هغو کې یو اولاد حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها دی چې د هغې بزرګوارې میلاد د بعثت په پنځم کال کې شوی دی.
د زمانې په همدغو شپو ورځو کې ،یعني د بعثت په څلورم او پنځم کال کې چې پیغمبر اکرم (ص) دعوت ورکول څرګند شول او له هغه بزرګوار سره د قریشو مبارزه لاسخته شوه ، او له دې وروسته چې د قاسم او عبدالله په نامې سره د پیغمبر اکرم(ص) بچیان وفات شول او دښمنان ډير خوشاله شول او وې ويل؛د هغه نسل به نور دوام ونه مومي . عاص بن وائل سهمي ؛ چې د رسول الله بزرګوار یو کړؤنکی ؤ او د هغه بزرګوار (ص) او د مسلمانانو د کړولو او ځورولو لپاره ئې هیڅ هڅه نه سپمَوَله، د رسول اکرم (ص) د زامنو رحلت ئې یوه پلمه وګرځوله څو رسول الله(ص) ؛ابتر ؛ او له نسل پرته وبولي. عربانو خپلو لوڼو ته هیڅ توجه نه کوله او ددوي بچیان ئې د خپل نسل په لیکه کې نه حسابول. د عاص بن وائل دغه سپکاوي او ځورول او ملنډې ډيرې زرخورې شوې او پر دې سربیره چې د پیغمبر اکرم (ص) وځوروي ، د مسلماانانو پر ورحیې ئې هم ناخوښې اغیزې وشیندلې.
په دې موقعې قرآن مجید د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د همدردرئ او زړه خوشالولو ځيری ورکړ او د قریشو له ناوړه او ناسمو پروپيګنډو سره ئې مقابلې ته مخه کړه او د کوثر مبارکه سوره په همدې خاطر نازله شوې ده. په دغې سورې کې خداوندمتعال پر رسول الله(ص) منت او احسان وکړ دا چې هغه بزرګوار ته ئې ؛کوثر؛ ډالۍ کړې ده، څو هغه ورسره خوشال شي او وپوهیږي، چې که چا ورسره سختې او بدې خبرې وکړې او هغه ئې وځوروله ، نو لکه خپله ناپوهه او ړوند وي.
«إِنَّا أَعْطَیْنَاکَ الْکَوْثَرَ» - ؛ مونږ تا ته ډير خیر او برکت ډالۍ کړ.
«فَصَلِّ لِرَبِّکَ وَانْحَرْ» - نو پس د خپل پروردګار لپاره لمونځ ادا کړه او قرباني وکړه.:
«إِنَّ شَانِئَکَ هُوَ الْأَبْتَرُ» - بېشکه چې هغه (ستا دښمن- عاص بن وایل او دهغه په شان نور)به بې نسله او بې توکمه وي.
د قرآن کریم لوی مفسّر فخري رازي ،ددغې سورې په توضیح کې لیکي؛ دسورې معنا دا ده چې خداوند متعال پیغمبر ته یو داسې نسل ورکوي، چې تر آخره به باقي پاتې وي،له دې ورتیر چې دهغه دکورنۍ څومره کسان ووژل شول، په داسې حال کې چې دنیا د رسول الله له بچیانو ډه ده او په دې زمینې کې له هغه سره د بني امیه کورنۍ هیڅوک برابری نه شي کولی، او هم خیال وکړه چې د پیغمبر له نسل څخه څرنګه د باقر، صادق ، کاظم ، رضا په څير لوي عالمان او پاک نفس راوپنځيدل::
هغه اولاد چې د هغه له لارې د خدای د رسول نسل دوام وموند، فاطمة الزهرا(س) وه . دغه ګرانه لور ، له دې وروسته چې له علی ابن ابی طالب(ع) سره ئې واده وکړ، د حسن او حسین علیهم السلام په څير د بچیانو چې د جنت د ځوانانو سرداران دی ،مور شوه. خو د خدای د رسول بزرګوار دغه لور ډیر لنډ عمر درلود او دهجرت په یولسم کال کې د پيغمبر اکرم(ص) له رحلت څخه درې یا شپږ میاشتې وروسته له خپل پلار بزرګوار سره یوځای شوه .