ایکنانیوز د ملایشیا میل له قوله راپور راکړ، د ملایشیا لومړی وزیر داتوک سري انور ابراهیمپه کنګر ښار کې د ۱۴۴۶قمری کال د قرآن کریم د تلاؤت او ح فظ د ملی سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې ووئيل؛ هیواد باید په ټولو زمینو مخکښ او چټګ پرمختګ وکړي ،خو دغه پرمختګ باید د انسانی او اخلاقي ارزښتونو په رعایتولو سره یوځای ويڅو له نورو آئيډیالوجیو څخه فرق ولرل شي.
انور ابراهیم د انساني اصولو په ضد د بې رحمه و ماډرن دنیا د ګواښونو په باب ووئيل؛باید د مونږد ترقۍ لاره د نه شلیدونکي سیالۍ په اساس وي.
د ملایشیا لومړی وزیر همداراز پر قرآن کریم توجه د مسلمانانو د پرمختګ او لوړتیا بیخ بنیاد وباله او له نړیوالو بدلونونو سره دملګرتیا او یو ځای کیدا لپاره ئې د ژبې ، ډیجیټل ټيکنالوجۍ او مصنوعي ذهانت (آرټيفیشل اینټلیجنس) د زده کړې پر اهمیّت ټينګار وکړ.
هغه د خپلې وینا په پای کې ووئيل؛ د مسلمانانو په وړاندې چیلنجونه ډير پيچلي دي او مونږ لا شجاعو،لا ځيرکو،لاپوهو او نوو کړچارونو ته اړتیا لرو.
د ایران د اقرآن د قاریانو او حافظانو د دعوتونکي اولیږدونکي کمیټې له خوا د ملایشیا هیواد دقرآن د نړیوالو سیالیو په پنځه شپیتم پړاؤ کې د ګډون لپاره د هیواد نماینده په توګه ممتاز قاري حسن قاسمي معرفي شوی دی.
دغه سیالۍ په دوو مجازي او حضوري مرحلو کې ترسره کیږی. مجازی یا انټرنیټي مرحله به د غواي دمیاشتې له اوه ویشتمې نیټې څخه د غبرگولي یا جوزا میاشتې تر دریمې نیټې پورې او حضوری مرحله به هم د زمری یا اسد د میاشتې له یولسمې تر اتلسمې نیتې پورې په کوالالامپور کې ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4278900