IQNA

د امريکا د نفوذ او موقعيت سخته لړزانتیا د امام خمیني (رح) د لیدتوګې له امله ده

11:49 - June 04, 2025
د خبر لمبر: 3491225
ایکنا - د اسلامي انقلاب ستر مشر نن سهار د حضرت امام خميني (رح) د تلين په مراسمو کې وويل، د ارواښاد امام (رح) او د هغه د اسلامی انقلاب ستر اغېز نن سبا په نړۍ کې په واضح ډول ليدل کيږي. هغه وفرمايل: اوسنى څو اړخيز نړيوال نظم د هغه د انقلاب له امله دی؛ د سترو قدرتونو زوال، په نړۍ کې د امريکا د نفوذ او موقعيت سخته لړزانتیا او لالهاندي او د صهيونېزم په وړاندې عمومي کرکه چې نن سباپه ښکاره ليدل کيږي، دا ټول د هغه بزرګوار د اسلامی انقلاب اغېزې دي. 

ایکنانیوز راپور راکوي، د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي پخپلې وینا پيل کې  د  ارواښاد امام د يادونې ترڅنګ، په نوي نړيوال نظم کې د اسلامي انقلاب پر اغېزشیندونکي رول او د عرفې ورځې له فرصته د ځوانانو پر  استفادې ټينګار وکړ. 

د اسلامی انقلاب معظم رهبر  د عرفې ورځې په اړه وويل، دا ورځ د «عاجزۍ، توجه او توسل پسرلی» دی او   ټول مونږ بايد ان‌شاءالله له دې فرصته معنوي اوروحاني استفاده وکړو. زه په تیره بیا ځوانانو ته وايم چې د عرفې ورځې له فرصت څخه ډیره استفاده وکړي  او خپل روح ورسره پاک کړي او معنویت زیات کړي. دعا وکړي، توسل وکړي او خپلې غوښتنې، حاجتونه او موخې له خدای تعالی سره شريکې کړي او له هغه څخه لارښوونه او مرسته وغواړي. 

هغه د اهل بيت(ع) له لوري راغلو دعاګانو پر اهميت ټينګار وکړ او زياته ئې کړه: زه په ځانګړي ډول ځوانانو ته سپارښتنه کوم چې د عرفې ورځې د امام حسين (ع) دعا، چې يوه ډېره زړه راښکونکې او عاشقانه دعا ده، پر ذې سربېره، د امام سجاد (ع) دعا هم ولولي، يعنې د صحيفه سجاديه اته څلوېښتمه دعا. البته دا دعا اوږده ده، خو هر هغه مقدار چې د دعا کولو حال او فرصت ئې ولرئ، ولولئ؛ اړتيا نشته چې ټوله دعا ولولئ، که وخت يا حال او فرصت يې نه لرئ. 

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په خپلو خبرو کې د اسلامي جمهوريت د سياسي نظام پر اهميت ټينګار وکړ او ويې ويل: زمونږ د هېواد سياسي نظام، الحمدلله، يو پرمختللی، پوه او مقتدر نظام دی، چې د يو ستر اسلامی انقلاب په نتیجې کې رامنځته شوی دی. د دغه انقلاب مشر او د دې ستر  خوځښت پيل کوونکی يو سړی دی چې نن، د هغه له وفات وروسته شپږ دېرش کاله تېر شوي، خو لا هم د هغه موجودګي  او اغېز په نړۍ کې احساسيږي. 

آيت‌الله العظمی سید علی خامنه‌اي وفرمايل: د ارواښاد امام او د هغه د اسلامی انقلاب ستر اغېز نن سبا په نړۍ کې په واضح ډول ليدل کيږي. اوسنى څو اړخيز نړيوال نظم د هغه د انقلاب له امله دی؛ د سترو قدرتونو زوال، په نړۍ کې د امريکا د نفوذ او موقعيت سخته لړزانتیا او د صهيونېزم په وړاندې عمومي کرکه چې نن سبا په ښکاره ليدل کيږي، دا ټول د هغه د انقلاب اغېزې دي. 

هغه زياته کړه: د ډېرو ملتونو، په ځانګړي ډول د هغوی د ځوانانو، د لوېديځو ارزښتونو په نفي کولو کې صراحت، چې نن سبا ليدل کيږي، د اسلامي انقلاب له امله دی. نن سبا په لوېديځي نړۍ، اروپا او حتی په امريکا او د هغوی پورې  په تړلو هېوادونو کې، د لوېديځو ارزښتونو څخه د بېزارۍ خوځښتونه ليدل کيږي. زمونږ د ارواښاد امام انقلاب او د ايران ملي اسلامی انقلاب په دې ټولو ښکارندو کې يقيناً تر ډېره حده اغېزشیندونکی دی. 

د اسلامی انقلاب ستر مشر د اسلامي انقلاب د حيرانوونکو ځانګړتياوو په اړه وويل؛دا ستر انقلاب ارواښاد امام د خلکو په مرسته رامینځته کړ. د ايران اسلامي انقلاب لوېديځ حيران کړ. هغوی فکر نه کاوه او احتمال ئې نه ورکاوه چې يو روحاني سړی، يوازې او پرته له وسايلو او معتبرو مالي سرچينو، يو ملت دې ته راوبلل شي. 

حضرت آيت‌الله خامنه‌اي ټينګار وکړ: په لوېديځ کې هېچا فکر نه کاوه چې دا ملت، د دې ديني عالم په لارښوونه او مشرۍ،په خالي لاسونو سره پر يوې داسې ادارې بريالی شي چې په بشپړ او ماډرنو وسله‌وال وي او د نړۍ ټول قدرتونو ئې ملاتړ کاوه. 

د اسلامی ا نقلاب ستر لارښود همداراز د امریکائي استعمار  او د هغو د ځينو متحدانو له خوا دایران دګواښل کیدا په اړه  او دغه راز د سوله ایز ایټمی پروګرام په باب د دړکو په باب هم روښانه کړه،د ایران اسلامی نظام او شجاع ملت یو خپلواکه ملت او خپلواکه نظام دی  او خپلې فیصلې پخپله کوي او بل هیچا ته پخپلو فیصلو او کړنو کې ددخالت اجازت نه ورکوي، او  دا خبره چې  ایران دې د یورانیمو بډایئول ونه لري، یوه چټي او تکراری ادعا ده او دوي ددې جوګه نه دي چې د ایران  خپلواکه ملت ته دغه شان چټي او له ملنډو ډکې سپارښتنې وکړي. دوي څوک دي چې  دایران شجاع او میړني ملت ته دغه شان پوچې سپارښتنې وکړي. د ایران ملت  د خپلو ملی مصلحتونو او ملی ګټو په لړ کې له هیچا سره شوخي نه کوي او دوي هیڅ هم نشي کولی.

https://iqna.ir/fa/news/4286523

captcha