IQNA

په انډونیشا کې د جاکارته د اسلامي پوهنتون او قرآن میوزیم ترمینځ د ملګرتیاپیاوړتیا

19:47 - June 12, 2025
د خبر لمبر: 3491264
ایکنا – دانډونیشا د جاکارتا د دولتي اسلامي پوهنتون شریف هدایت‌الله  یوې ډلې د انډونیشیا د قرآن د راټولولو مرکز (LPMQ) له مسئولینو سره په کتنې کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لارې چارې وڅېړلې.

 ایکنانیوز د uinjkt.ac.id په حواله راپور راکړی، دا ډله چې د جاکارته د شریف هدایت‌الله  حکومتی اسلامي پوهنتون د کتابتون مسئولانو څخه جوړه وه، د انډونیشیا د قرآن د راټولولو د مرکز له مشر عبدالعزیز صدقي سره د دې هېواد د بیت‌القرآن او استقلال  میوزیم په ودانۍ کې وکتل او  ورسره ئې خبرې اترې  وکړې.

دې ډلې په دغې کتنې کې د کلاسیک دورو څخه تر ډیجیټل دورې پورې د قرآني خطي نسخو د تاریخ او بدلونو سره اشنايي ترلاسه کړه او د مجمع‌الجزایر په کچه د قرآني خطي نسخو د  غونډولو یوه نقشه ئې ولیده، چې د انډونیشیا د قرآني خطي نسخو د ادارې  له خوا د تأیید شوو نسخو د  غونډولواو کارونې په اړه بصري معلومات ښئي.

د دغې ډلې مشر اغوس رفاعي د انډونیشیا د قرآن د راټولولو میوزیم د نوښتګرې طریقې ستاینه وکړه او و ې ویل: دا ځای یوازې یو میوزیم نه دی او مونږ تمه نه درلوده چې دومره زړه‌راښکونکی او ګټور به وي. دا موزیم د تاریخ، ټیکنالوژۍ او قرآني ارزښتونو په ترکیب سره د ځوان نسل او محصلینو لپاره الهام‌بخښونکی دی.

دا کتنه د دوه اړخیزو همکاریو او فعالیتونو د زیاتولو او پراختیا، د اندونیزیا د وګړو د قرآني سواد پیاوړتیا، د کتابتوني سرچینو یو موټی مدیریت او د LPMQ موسسې د قرآني فعالیتونو د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې د  LPMQ  میوزیم د انونشیا د دیني چارو وزارت د څېړنې، پراختیا او روزنې ادارې تر نظارت لاندې فعالیت کوي او د دیني زده‌کړو په برخه کې یو عصري سیاحتي مقصد دی.

دا میوزیم د ټیکنالوژۍ او تاریخ په یوځای کولو سره په یوه تعاملي فضا کې د ځوان نسل د قرآن کریم سره د نږدې کولو توان لري، چې د دوی اړتیاوو سره سم دی.

په دې ځای کې د انډونشیا په بېلابېلو سیمه‌ییزو او ځاي ژبو، لکه جاوه‌اي، مادورايي او آچې‌ايي، د قرآن خطي نسخې ساتل کېږي، چې په انډونشیا کې د اسلامي کلتور ډولوالی  ښئي.

https://iqna.ir/fa/news/4287634

captcha