ایکنانیو ز له کشمیره راپور راکړ، ، د کشمیر د داهل تشیّع نامتو عالم سید محمد هادي د دغه نندارتون د پرانیستې په دستورو کې وویل: د قرآن او عاشورا نندارتون د تبيان د قرآني څېړنو موسسې له خوا د کشمیر په پوهنتون کې جوړ شوی او د عاشورا او قرآن له مفاهیمو سره د نقاشۍ او خطاطۍ موضوع ته پام شوی دی.
هغه زیاته کړه: د دغه نندارتون د جوړولو موخه د عاشورا پیغام منتقلول دي، یعنې د پیغمبر اکرم (ص) د سنتو بیا ژوندي کول، د خدای د کلام ژوندي ساتل او په ټولنې کې د قرآني تعلیماتو ژوندي ساتل دي، ځکه چې د عاشورا د قیام اصلي هدف هم له دې پرته بل څه نه و.
سید محمد زیاته کړه: دویم، په دغه نندارتون کې وړاندې شوي هنري آثار د ځوانانو له خوا جوړ شوي او مونږ ډاډه یو که ځوانان په دې موضوع کې برخه واخلي او د نقاشۍ او خطاطۍ هنر د قرآني تعلیماتو سره وتړي، نو له زیانونو به خوندي وي. مونږ داسې پروګرامونو ته اړتیا لرو او ځکه چې دا په پوهنتون کې ترسره شوی، هیله ده چې پوهنتون پخپله دغو پروګرامونو ته دوام ورکړي او د ټولنې د ستونزو د حل لپاره د هنر د دغې وسیلې په مرسته حل لارې وړاندې کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4301173/