IQNA

د امریکايي او صهیونیستي ترهګرو اصلي مهُره څنګه د ایران د امنیتي مامورانو په لومې کې ښکیل شوه؟

10:45 - January 18, 2026
د خبر لمبر: 3492324
ایکنا -د ایران یوې اطلاعاتي  ادارې وئيلي دي ، د امریکا او اسرائیلو له استخباراتي ادارو سره تړلې، یوه مهمه او په لوړه سویه روزل شوي  ایجنټه ئې نیولې ده.

 ایکنا نیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله  راپور راکوې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانړ  استخباراتي ادارې  له څو میاشتو پټې تعقیبونې  او هدفمنې څارنې  وروسته، د امریکائي – صهیونیسټي ترهګرو پر اصلي مُهرې   چَپه ووهله او وې نیوله .

نیول شوې ښځه چې نازنین برادران نومېږي او څو جعلي هویّتونه یې درلودل، د ایران پر ضد د سایبری یرغلیز چینل در امینځةکولو  او د نرمې کودتا لپاره دپټې  د رهبرئ مسؤله وه.

هغې د یوه څېړنیز مرکز د مرستیالې تر پوښښ لاندې، د ایران د بې‌ثباته کولو لپاره   پړاو په پړاو پلان ترتیب کړی ؤ.

دغه پلان چې په ۲۰۲۲ کال کې جوړ شوی و، ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو ترمینځ عملي شي او د اپوزیشن د حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره ملګرو ملتو  ته وړاندې شي.

دوي همدارنګه د سایبري پوځ په جوړولو سره هڅه کوله چې دایران د اسلامي جمهوریت څېره تخریب کړي، څو د پهلوي رژیم د محبوبیت لپاره لاره هواره کړي. حتی د نتانیاهو د خوشحالولو لپاره ئې هغه ته د ستاینلیک ډالۍ هم ورکړې وه.

د ایران د اطلاعاتي  ادارې په وینا، څو امنیتي ټیمونو په موازي ډول د دې ښځې بهرنئ اړیکې، د رهبرئ بهیر او میداني ځوځښتونو  څارل،څو په پاي کې د پېژندنې پازل بشپړ شو او د نیولو عملیات ترسره شول.

https://parstoday.ir/fa/iran-i34264

captcha