IQNA

په هندوستان کې د انتخاباتي محدودیتونو پر ضد مسلمانانو سخت اعتراض وکړ

6:44 - January 21, 2026
د خبر لمبر: 3492341
ایکنا - د هندوستان مسلمانانو د دې پر ضد اعتراض وکړ چې د «مرګ» په پلمه ئې نومونه د راي‌ورکوونکو له لېسټه حذف شوي دي.

 د ایکنانیوزد الجزیره له قوله راپور راکوي، د هند مسلمانانو په  احمدآباد  ښار کې اعتراضي غونډه وکړه او د دې پر ضد ئې غږ پورته کړ چې نومونه ئې د رایه‌ورکوونکو له نوملړ څخه د دې په پلمه ایستل شوي چې ګواکې دوي وفات شوي، حال دا چې ژوندی دي.

سیمه‌ییزو رسنیزو سرچینو راپور ورکړی چې د سلګونو مسلمانانو نومونه، له دې وروسته چې د نوم‌لیکنې فورمې ئې بشپړې کړې او نومونه ئې د رایه‌ورکوونکو په لومړني لېست کې شامل شوي وو، د احمدآباد ښار په هغو انتخاباتي حوزو کې چې اکثریت ئې مسلمانان دي، لکه دریاپور او جمالپور، له رسمي رایه‌ورکوونکو لېسټ څخه حذف شوي دي.

هغه ویډیو چې د هندوستان  په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، یو شمېر  اعتراض کونکي مسلمانان ښئي چې د  مړو کسانو د نومونو پاڼې  ئې په لاس کې نیولې دي، چې پکې د ځینو کسانو نومونه هم شامل دي،سره له دې چې لا ژوندی دي، د مړو په لېست کې شامل شوي دي.

مسلمانانو او د هند د کیڼ اړخي کانګرس ګوند غړو، د هند زوړپاله  اړخ  بهاراتیا جنتا ګوند (BJP) تورن کړ ی چې د ګڼو مسلمانو رایه‌ورکوونکو په نوم ئې فورمې ډکې کړې دي، د هغوی د مړینې غوښتنلیکونه ئې ثبت کړي او په همدې توګه ئې نومونه د رایه‌ورکوونکو له لېست څخه ایستلي دي.

په دې تړاو، د هند د اقلیتونو د همغږۍ کمېټې د ګجرات صوبې  د انتخاباتو  لوړپوړو مسوولینو ته  لیک استولی او حکومت ئې تورن کړی چې د احمدآباد د جمالپور په انتخاباتي حوزې کې د شرایطو وړ مسلمانو رایه‌ورکوونکو د نومونو د حذفولو هڅه کوي.

د کمېټې همغږوونکي، مجاهد نفیس، په خپل لیک کې لیکلي چې د «فورم ۷» ګڼ شمېر غوښتنلیکونه د قانون جوړونې پارلیمان  د انتخاباتي حوزې په بېلابېلو برخو کې د ثبت شوو رایه‌ورکوونکو پر ضد ثبت شوي دي

د دې کمېټې د معلوماتو له مخې، یوازې له یوې سیمې څخه کابو  د «فورم ۷» ۳۰۰ غوښتنې ثبت شوې دي، او اټکل کېږي چې په ټولې انتخاباتي حوزه کې ښائي  کابو  ۲۰ زره د نومونو د حذف غوښتنې ثبت شوې وي.

کمېټې دا بهیر «یو منظم اقدام چې له یوه سیاسي ګوند سره تړاو لري او موخه یې د مسلمانو رایه‌ورکوونکو د نفوذ کمول دي» وباله.

https://iqna.ir/fa/news/4329517

captcha