IQNA

د ایران د اهل‌سنت عالمان: د خپلو نظرونو د بیان په برخې کې هېڅ محدودیت نه لرو

14:54 - January 24, 2026
د خبر لمبر: 3492349
ایکنا -  د اسلامي مذاهبو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې عمومي منشي، د ایران د اهل‌سنت د یو شمېر علماوو په ملتیا، د مالیزیا د ولسي جرګې له رئیس سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

ایکنانیوز د پارس ټوډې فارسی څانګې له قوله راپور راکړ، د اسلامي مذهبونو  د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې عمومي منشي، حجت‌الاسلام شهریاري، د ایران د اهل‌سنت د یو شمېر علماوو په ملتیا، د ملایشیا د ولسي جرګې له له  مشر داتو جوهري بن عبدول  سره لیدنه او خبرې وکړې. د ملایشیا د پارلمان مشرپه دغې لیدنې کې وویل چې په ملایشیا کې د شیعه او اهل‌سنت د علماوو ګډ شتون ضروري دی، او دا شتون کولی شي د ایران په  اسلامي جمهوریت کې د اهل تشیّع او اهل‌سنت د سوله‌ییز ګډ ژوند روښانه انځور د ملایشیا خلکو او د نړۍ لپاره وړاندې کړي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، حجت‌الاسلام والمسلمین حمید شهریاري هم د اسلامي مذ هبونو  د نږدېوالي نړیواله ټولنه معرفي کړه، د دغې ټولنې د بنسټ اېښودنې تاریخچه او موخې ئې تشریح کړې، او د اسلامي امت د وحدت او فلسطین په کنفرانس کې ئې د ملایشیائي بنسټونو او  ادارو  د فعال ګډون ستاینه وکړه.

همدارنګه، د ایران د اهل‌سنت یو شمېر علماوو د ایران  په اسلامي جمهوریت کې د اهل‌سنت د  خوښ وضعیت یادونه وکړه او وې ویل چې اهل‌سنت په ایران کې کابو  ۱۸ زره جوماتونه او ۶۰۰ دینی مدرسې لري، چې دا شمېرې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته د اهل‌سنت د مذهبي فعالیتونو د پام وړ زیاتوالی ښئي.

دوي ټینګار وکړ چې په ایران کې د اهل‌سنت د جمعې امامان او خطیبان د خپلو نظرونو او لیدلورو د بیان بشپړه ازادي لري او په دې برخې کې هېڅ ډول محدودیت نشته. همدارنګه، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له لورې د ایران د اهل‌سنت چارو ته د ځانګړې پاملرنې یادونه وشوه، او د ملایشیا له چارواکو وغوښتل شول چې د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو منفي تبلیغاتو او رسنیزو فضا جوړونو ته دې  پام ونه کړي.

https://parstoday.ir/fa/iran-i34618

captcha