
ایکنانیوز راپورراکړ، څو ساعته مخکې دعربستان په الجبیل صنعتي سیمې باندې د پراخوډرونز اوتوغندوي برید په نیتجې کې درندې چاودنې اوریدل شوي دي.
الجبیل صنعتي سیمه د نړئ دټول پيټروکیمیکل تولید له کابو شپږو تر اتو فیصدو پورې تولید ځان ته بیل کړی دی.
د عربستان الجبیل صنعتی ښارګوټی د سعودي عرب د پیټرو کیمیکل د ټولو تولیداتو څه دپاسه نیم تولیدات لري.
دعربستان دغیر تیلی صادراتو څخه د جبیل ونډه تر ۸۵ فیصدو پورې ذکر شوې ده. په الجبیل کې په پيټرو کیمیکل سترو پروژو کې د Sadara: کمپلیکس ، د ډاؤ کیمیکل امریکائي شرکت سره ونډه لرونکي ستره پروژه ده او دتولیداتو ۲۶یونټونه لري . په کال کې څه دپاسه درې میلیون ټنه کیمیکل محصولات تولیدوي.
آمیرال پروژه؛ دغه پروژه د آرامکو په وسیله (۶۲.۵ فیصده) او د ټوټل انرژیز (۳۷.۵ فیصده) اجرا کوي او د هغو دتولید ظرفیّت ۱.۶۵ میلیون ټنه اتیلن او څه دپاسه ۲.۷ میلین ټنه کیمیکل محصولات دي.
دعربستان سابیک شرکت . د مینځني ختیځ دپيټروکیمیکل شرکتونو کمپلیکس د امریکا په ونډو سره د دغه ښارګي یوترټولو لوي پانګوال شرکت دی.
ایکنانیوز د ایران د توغندوی اوډرونز د حملې له امله په دغو تاسیساتو کې دپراخ اور ځیني نور ویډیوئي کلیپونه هم ترلاسه کړي چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4344884