د ایکنا د خبر له مخې، چې د سعودي رسمي خبري اژانس (SPA) له قوله ئې خپور کړی وئيل شوي دي، د مکې د حرا کلتوري سیمې د قرآن کریم میوزیم هغه قرآني نسخه نندارې ته وړاندې کړې چې د روسیې د کازان ښار له تر ټولو پخوانیو چاپ شویو قرآنونو څخه ګڼل کېږي او په ۱۳۲۴ هجري قمري (۱۹۰۶ میلادي) کال کې چاپ شوی دی.
دغه نادره نسخه د دې له امله ځانګړې ده چې په څنډو کې یې علمي یادښتونه او تفسیري څرګندونې لیکل شوې دي، چې د قرآن کریم د آیتونو د تفسیر او د هغوی د معناوو د روښانولو لپاره د اسلامي علماوو د هڅو یوه بېلګه وړاندې کوي.
دغه نسخه همدارنګه د چاپ شویو قرآنونو علمي ارزښت څرګندوي، ځکه د قرآني علومو په خپرولو او د محصلینو او څېړونکو لپاره د هغوی په اسانه کارونې کې یې مهم رول لوبولی دی.
دا نادره قرآني نسخه د سعودي عربستان د ملک فیصل د اسلامي څېړنو او مطالعاتو په مرکز کې ساتل کېږي او نندارې ته وړاندې کول ئې د یوې ګډې هڅې برخه ده چې موخه ئې د قرآني خزانو او تاریخي ارزښت لرونکو اثارو معرفي کول دي.
دغه میوزیم هڅه کوي چې لیدونکي د قرآن کریم د چاپ له بېلابېلو پړاوونو او هغو علمي او هنري پاملرنو سره هم بلد کړي چې د قرآن کریم د متن د کرهوالي او بشپړتیا د ساتنې لپاره شوې دي.
د مکې د قرآن کریم میوزیم، لومړنی تخصصي قرآني میوزیم دی چې نادر لرغوني آثار، خطي نسخې او قرآنونه پکې ساتل کېږي؛ هغه آثار چې د قرآن کریم د لیکنې او چاپ په تاریخ کې مهم پړاوونه ګڼل کېږي.
دغه میوزیم د نندارې لپاره له ماډرن ټکنالوژۍ څخه کار اخلي او د ښوونیزو او متقابلو معلوماتو له لارې د قرآن کریم عظمت او د مسلمانانو هغه هڅې څرګندوي چې د تاریخ په اوږدو کې ئې د قرآن کریم د ساتنې او پالنې لپاره کړې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4361222