IQNA

د سره سمندر په میوزیم کې د اسلامي سمندري میراث نادر آثار نندارې ته وړاندې شول

13:54 - July 01, 2026
د خبر لمبر: 3492979
سور سمندر  او نادر آثار
ایکنا- د  سره سمندر میوزیم، د اسلامي سمندري میراث کیسه د هغو نادرو اثارو له لارې بیانوي چې ځینې ئې تر ۴۰۰ کلونو ډېر لرغونتوب لري.

د ایکنا د خبر له مخې، چې د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د جدې په تاریخي سیمې کې د سره سمندر میوزیم له شلو څخه زیات تاریخي سمندري وسایل، لکه قبله‌نما، قطب‌نما او لمرساعتونه، نندارې ته وړاندې کړي چې د اسلامي نړۍ د سمندري میراث یوه برخه انځوروي.

د دغو اثارو ځینې  نسخې له ۴۰۰ کلونو څخه زیات عمر لري او د قرآن کریم په آیتونو، ذکرونو  او اسلامي نقشونو ښکلي شوي دي.

د میوزیم په نندارتون کې د اولسمې تر شلمې میلادي پېړۍ پورې اړوند وسایل، چې له مسو، سپینو زرو، لرګي، عاج او ښیښې څخه جوړ شوي، نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه آثار د سمندري علومو، نجوم، د شرعي وختونو د ټاکلو او د قبلې د سمت د معلومولو په برخو کې د مسلمانانو علمي پرمختګونه څرګندوي.

دغه میوزیم د دې ارزښتمن میراث په ساتنې او معرفي کولو سره د سوداګرۍ او حج په تاریخي لارو کې د سره سمندر مهم رول څرګندوي او د تاریخي جدې د بیا  ژوندي کولو او د سعودي د ۲۰۳۰ لیدلوري د موخو په چوکاټ کې د لیدونکو فرهنګي تجروبه لا بډایه کوي.

نمایش آثار دریانوردی اسلامی در موزه دریای سرخ

نمایش آثار دریانوردی اسلامی در موزه دریای سرخ

نمایش آثار دریانوردی اسلامی در موزه دریای سرخ

نمایش آثار دریانوردی اسلامی در موزه دریای سرخ

انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4360566

captcha