IQNA

  د شهید رهبر د جنازې او وداع تفصیل!

د شهید رهبر د جنازې په دستورو کې به کابو د ۳۰ هېوادونو لوړپوړي پلاوي ګډون وکړي

10:59 - July 02, 2026
د خبر لمبر: 3492982
د شهید رهبر د الوداع او جنازې تفصیلات
یکنا- د ایران د شهید رهبر امام خامنه اي  د جنازې او وروستي وداع د ملي کمېټې منشي وویل، تر اوسه د اسلامي هېوادونو، غیر اسلامي هېوادونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ګاونډیو هېوادونو ګڼو مشرانو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی. هغه زیاته کړه، تر دې دمه له ۳۰ څخه زیاتو هېوادونو په رسمي ډول غوښتنه کړې چې د دوي لوړپوړي چارواکي او پلاوي د ایران د شهید رهبر پاک مړي ته د درناوي په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ایکنا د خبریال د راپور له مخې، د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي او انتظامي مرستیال او د شهید رهبر د جنازې او وروستي وداع د ملي کمېټې منشي علي‌اکبر پورجمشیدیان،   د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې د خبري رسنیو له استازو سره په خبري غونډې کې، د اسلامي انقلاب د شهیدانو، په ځانګړي ډول د ۱۲ ورځني جنګ او د صهیونیستي ـ امریکائي تحمیلي جنګ د شهیدانو یاد تازه کړ.

پورجمشیدیان د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ وداع د مراسمو تاریخي اهمیت ته په اشارې وویل: بې‌شکه دا مراسم یوه ستره او تاریخي پېښه ده، او هیله ده چې د هېواد رسنۍ خپل  رسالت او دنده په غوره توګه ترسره کړي، څو د دې تاریخي پېښې کره روایت ثبت او د راتلونکو نسلونو لپاره د یوه تلپاتې سند په توګه پاتې شي.

هغه څرګنده کړه چې دغه مراسم به په څو ځایونو کې ترسره شي. د ده په وینا، د جنازې او وروستۍ وداع مراسم به   په تهران ولایت،   قم په ولایت، په خراسان رضوي ولایت او په مشهد ښار، او همدارنګه د عراق په هېواد کې ترسره شي.

د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ وداع د ملي کمېټې منشي وویل، د دغو مراسمو یو مهم هدف د اسلامي امت له‌خوا د اسلامي انقلاب له نوي رهبر، حضرت آیت‌الله سید مجتبی حسيني خامنه‌اي، سره د وفادارۍ او بیعت بیا اعلانول دي. هغه زیاته کړه، دا مراسم به د ایران د ملت او اسلامي امت له‌خوا له نوي رهبر سره د ژمنې د نوي کولو او بیعت څرګندونه وي.

هغه د عراق په خاورې کې د مراسمو د یوې برخې ترسره کېدو ته په اشارې وویل، د دې پروګرام له مهمو چورلیزونو څخه یو هم د شهید رهبر د دیني مرجعیت مقام دی.

پورجمشیدیان زیاته کړه، د وداع د مراسمو له مهمو برخو څخه د شهید رهبر پر پاک جسد د جنازې لمونځ، د جنازې مراسم او د بېلابېلو کچو بهرنیو مېلمنو ګډون دی. هغه وویل، تر اوسه د اسلامي هېوادونو، غیر اسلامي هېوادونو او د ایران د ګاونډیو هېوادونو ګڼو مشرانو د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

هغه همدارنګه د نړۍ د دیني او علمي شخصیتونو د پراخ هرکلي خبر ورکړ او وې ویل، د بېلابېلو دینونو او مذهبونو ګڼ شمېر مشران، علما، مفکران او مشهور مذهبي شخصیتونه هم غواړي په دغو مراسمو کې ګډون وکړي. د نړیوالو چارو د کمېټې د وروستي راپور له مخې،له ۹۰ څخه د زیاتو هېوادونو استازو د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

پورجمشیدیان وویل، د بهرنیو چارواکو لپاره ځانګړي مراسم به د جمعې په ورځ، د چنګاښ (تیر) په ۱۲مه، په تهران کې ترسره شي. په دغو مراسمو کې به د هېوادونو مشران، لوړپوړي چارواکي، د دینونو او مذهبونو مشران او د بېلابېلو هېوادونو پوهان د شهید رهبر پاک جسد ته رسمي درناوی وړاندې کړي. هغه وویل، دا معلومات د هغو مهالویشونو تر څنګ دي چې مخکې اعلان شوي وو.

هغه د ولسي پروګرامونو په اړه هم وویل، د شهید رهبر د وروستئ وداع ولسي مراسم به د شنبې په ورځ، د چنګاښ (تیر) په ۱۳مه، په تهران کې پیل شي. د سهار له شپږو بجو څخه به د حضرت امام (رح) د مصلی دروازې د هغو خلکو پر مخ پرانیستل شي چې غواړي د شهید رهبر او د هغه د شهیدې کورنۍ له غړو سره وروستۍ خدای‌پاماني وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي او انتظامي مرستیال د مراسمو د نورو پروګرامونو په اړه وویل، د چنګاښ (تیر) د میاشتې په ۱۶  به د قم په سپېڅلي ښار کې د شهید رهبر پر پاک جسد د جنازې لمونځ او د جنازې مراسم ترسره شي.

هغه زیاته کړه، د ترسره شویو پلانونو له مخې، د جنازې لمونځ به د جمکران په سپېڅلي جومات کې ادا شي.

پورجمشیدیان وویل، د پلان له مخې به د چنګاښ (تیر) په ۱۸مه، د شهید رهبر او د هغه د درنې کورنۍ د غړو د جنازې مراسم د مشهد په سپېڅلي ښار کې، د حضرت امام علي بن موسی الرضا (ع) د سپېڅلي زیارت ترڅنګ ترسره شي.

هغه په پای کې وویل، د هېواد دننه او بهر ګڼ شمېر مستندجوړړونکو او فلمي ډایریکټرانو  هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او تر اوسه له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو اړینې همغږۍ بشپړې کړې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4361186

captcha