IQNA

د پارس جامع جومات ته د قرآن کریم د۲۵ نسخو ډالئ

12:14 - July 11, 2026
د خبر لمبر: 3493013
د قرآن کریم چاپ  ولوله
ایکنا-  د الجزایر د کلتور او هنرونو وزیر د فرانسې د پاریس  جامع جومات ته ددغه هیواد د حکومت په وسیله د قرآن کریم ۲۵ زره نسخې ډالئ کړې.

ایکنانیوز د  akhbardzair، له قوله راپور راکړ، د الجزایر د فرهنګ او هنرونو  وزیر ملیکه بن دوده د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کې چې په خپل رسمي ټولنیز چینل کې ئې خپره کړې ، د پاریس جامع جومات ته د قرآن کریم ۲۵زره نسخو د ډالۍ کولو خبر ورکړ.

په عین حال کې، د الجزایر د فرهنګ او هنرونو وزیر د دغه هیواد له ولسمشر عبدالمجید تبون څخه د قرآن کریم د قرآن کریم د کلني چاپ باندې د ټينګار په دلیل قدرونه وکړه او ددغه مسئولیّت د ترسره کولو لپاره ئې  د  (ENAG)  ملی هنری چاپ  د موسیسې په ټاکل کیدا خوښي وښودله.

ملیکه بن دوده  همداراز د ملی هنری چاپ د موسیسې  د کارکؤنکو  د هڅو  چې کلونه کیږي د الجزایر د ورځپاڼو  دچاپ تر څنګ،د قرآن کریم د چاپ  د بهیر په تیره بیا د ؛ورش؛ د چاپ  د بهیر د پراختیا  اهتمام کړی،قدرونه وکړه او  د هغوي ژمنتیا ئې  د قرآن کریم د چاپولو  په ممتاز ظاهر او ښه کیفیّت سره د سیالۍ وړ وبلله.

د الجزایر د کلتور اوهنرونو  وزیر  په پاي کې  د قرآن کریم د باکیفیّته ان نفیس چاپ سره  داړونده غوښتنو په پوره کولو ټينګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4363341

captcha