IQNA

په کابل کې د ایران د مرستیال سفیر له وروستیو څرګندونو د ذبیح‌الله مجاهد هرکلی(مقاله)

15:33 - August 02, 2026
د خبر لمبر: 3493122
ذبیح الله مجاهد
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي دوه ورځې وړاندې د افغانستان د فوټسال اتلانو د ستاینې په مراسمو کې ویلي وو چې ایران د مسلمانانو ترمنځ د شخړو لپاره د هېڅ ډلې ملاتړ نه کوي او باور لري چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو د خبرو، تفاهم او ګډ مشارکت له لارې وټاکل شي.

د نوموړي دغو څرګندونو ته په غبرګون کې د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ایران پښتو راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل:د ملتونو ترمنځ د اعتبار او اعتماد فضا هغه مهال جوړېدای شي، چې واقعاً هېوادونه د نورو هېوادونو په چارو کې لاس‌وهنه او مداخله ونه کړي. د مرستیال سفیر مرتضوي څرګندونې د ستایلو وړ وې، هغوی د افغانستان په اړه ښه موقف درلود او هیله لرو چې همېشه دغه موقف په اساسي کرښو باندې بدل شي.»

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې اسلامي امارت هم د ورور هېواد ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري او د سولې، امن او ثبات هیله کوي او په دې برخه کې همکاري کوي.

هغه د ایران د مرستیال سفیر د نورو څرګندونو په تأیید سره زیاته کړه چې دا مثبته نظریه ده چې د مسلمانانو ترمنځ د شخړو، بې‌ثباتۍ او ناامنۍ په مخالفت کې دریځ څرګند شي. د نوموړي په وینا، اسلامي نړۍ هغه مهال بریالۍ کېدای شي چې خپلمنځي شخړې ونه لري او نور هېوادونه هم د دوی د ثبات په برخه کې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ایران د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي د هغې څرګندونې په اړه چې د افغانستان راتلونکی برخلیک د دغه هېواد له خلکو سره تړاو لري، ذبیح‌الله مجاهد وویل: «بې له شکه د هر هېواد راتلونکی د هغه هېواد له خلکو سره تړاو لري. له ایران اسلامي جمهوریت څخه مو همدا هیله درلوده او لرو یې چې هغوی د افغانستان د خلکو منافعو، حقوقو او خپلواکۍ ته درناوی څرګندوي افغان حکومت هم ورته دریځ لري او هیله لرو چې دغه دریځ دوامداره او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو او دوستۍ لامل وګرځي.»

په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر ویلي وو چې ایران تل د افغانستان ټول سیاسي او ټولنیز جریانونه یووالي، همغږۍ او ملي یووالي ته هڅولي دي.

په همدې اړه  ذبیح‌الله مجاهد ایران پښتو راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ملتونو ترمنځ وحدت او یووالی یو لوی مکلفیت دی او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت هم په ټول توان هڅه کوي، څو افغان ملت په یووالي او وحدت کې پاتې شي.

نوموړي زیاته کړه: «هغه ډلې ټپلې او جریانونه چې زموږ هېواد یې په خېلونو، بېلابېلو جریانونو او فکري لیدلورو وېشي، له هغوی ټولو سره باید د مقاطعې هڅه وشي. افغانستان فکري وحدت، فزیکي وحدت، د دریځ وحدت او د ملت وحدت ته اړتیا لري او په دې برخه کې موږ کوټلي ګامونه اخیستي دي. مسلمان هېوادونه او ملتونه هم باید له افغانانو سره همکار اوسي.»

د یادونې وړده، چې وروستیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په سوداګریزو او ګڼ نورو برخو کې اړیکې تر پخوا هر وخت مخ پر ودې رواني دي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175952

captcha