ایکنا - د فلسطینيو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستو او کارکسب موندونکي ادارې (آنروا) په دې خبرې په ټینګار سره چې د غزې ماشومان له خپلو بنسټیزو حقوقو محرومه دي، ویلي دي چې دغه ماشومان بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا لري.
د خبر لمبر: 3492297 خپرونې تاریخ : 2026/01/11
ایکنا- د آلمان په یوه نظرپوښتنه کې ښودل شوې چې د ځوانانو په منځ کې پر اسلام باور، د کاتولیک کلیسا باندې له باور څخه زیات دی.
د خبر لمبر: 3492291 خپرونې تاریخ : 2026/01/10
ایکنا - د Hotmail د برېښنالیک خدمت بنسټګر، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته په دغه هېواد کې د مسلمانان و پر وړاندې د زیاتېدونکې توکمپالنې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492284 خپرونې تاریخ : 2026/01/08
د الازهر د افراطګرایۍ پر ضد د مبارزې څار مرکز د نیویارک په ایالت کې د جنورۍ میاشتې د «د امریکايي مسلمانان و د میراث میاشت» په توګه د نومولو هرکلی وکړ او دا یې یو تاریخي اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3492281 خپرونې تاریخ : 2026/01/07
ایکنا - وال سټریټ ژورنال یو مفصل راپور خپور کړی چې پکې یې د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي د حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او په هند کې د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او توپیر په اړه ئې خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492275 خپرونې تاریخ : 2026/01/06
ایکنا - د مصر د قاریانو مشر، احمد نعینع، په خپلې رسمي فېسبوک پاڼې کې یوه ویډیو خپره کړې چې پکې د امریکا په یوه جومات کې د یوې امریکائۍ ښځې د اسلام منلو صحنه ښودل کېږي.
د خبر لمبر: 3492271 خپرونې تاریخ : 2026/01/06
ایکنا - د پاریس د لوي جومات سرپرست وویل:تېر میلادي کال د مسلمان اقلیت پر وړاندې د شته ننګونو له امله، د فرانسې د مسلمانان و لپاره تر ټولو سخت کال و.
د خبر لمبر: 3492268 خپرونې تاریخ : 2026/01/05
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ارومیه،کرمانشاه او دځينو نورو سیمو د اهل سنت د جمعې امامانو په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران ولس به هیڅکله هم اجازت ورنکړي ، نور د دوي په برخلیک کې ګوتې ووهي.
د خبر لمبر: 3492259 خپرونې تاریخ : 2026/01/04
د الازهر څارونکی بنسټ:
ایکنا - د الازهر د افراط پالنې پر ضد د مبارزې څارونکي فاؤنډیشن په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی چې په اروپا کې مسلمانې ښځې له تر ټولو زیات توپیري چلندونو سره مخ دي
د خبر لمبر: 3492253 خپرونې تاریخ : 2026/01/01
ایکنا - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په هند کې پر لږکیو او مسلمانان و د تاوتریخوالي دزیاتیدا غندنه وکړه.
د خبر لمبر: 3492247 خپرونې تاریخ : 2025/12/31
ایکنا - د ملایشیا د اسلامي تنظیمونو مشورتي شورا په هندوستان کې د مسلمانان و پر وړاندې د جرمونو، کرکې او سیستماتیک توپيرد زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492242 خپرونې تاریخ : 2025/12/30
ایکنا - په هندوستان کې له اسلامه د وېرونې د مخ پر زیاتېدونکي څپې په او ج کې، چې پر مسلمانه ټولنه ئې مستقیمې اغېزې کړی، د دې ټولنې پر وړاندې د حکومتي چارواکو توپیري اقدامات په زیاتېدو دي، او دا حالت د بشري حقونو او د مذهبي اقلیتونو د ازادیو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.
د خبر لمبر: 3492213 خپرونې تاریخ : 2025/12/24
ایکنا - دهغې ویډیو خپرېدل چې ښئي د هندوستان د بهار صوبې اعلی وزیر د یوې مسلمانې ښځې له سره په زور حجاب یا سکارف لیرې کوي،له پراخې غندنې سره مخ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492194 خپرونې تاریخ : 2025/12/21
ایکنا - د نخیل د املاکو پراختیا شرکت د نخل په جبل علي ټاپو کې د جمعې جومات طرحه نندارې ته وړاندې کړه؛ دا نوې وداني به د دې ټاپو د پراختیا لپاره د «معنوي او کلتوري زړه» رول ولوبوي.
د خبر لمبر: 3492187 خپرونې تاریخ : 2025/12/20
ایکنا- د آسټریلیا د سیډني د بونډي ساحل یهوديانو پر یوه جشن برید یو ځل بیا وښودله چې ټولنیزې رسانۍ او افراطي بهیرونه له هر فرصته د مسلمانان و او کډوالو د بدنامولو لپاره کار اخلي.
د خبر لمبر: 3492179 خپرونې تاریخ : 2025/12/18
د انګلستان حکومت د مسلمانان و پر وړاندې د دښمنۍ د نوي تعریف د تصویب په درشل کې دی؛ داسې تعریف چې ظاهرا «له اسلامه د ویرونې » اصطلاح پکې نه ده شامله.
د خبر لمبر: 3492177 خپرونې تاریخ : 2025/12/18
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت په کرمان کې د ترهګرو عناصرو په لاس د یو ۱۶ کلن بلوڅ او اهل سنت ځوان شهادت د ایکس ټولنیز چینل ایرانيو کاروونکو غبرګونونه راوپارول.
د خبر لمبر: 3492174 خپرونې تاریخ : 2025/12/17
ایکنا - په استرالیا کې د یهوداو پر جشن د خونړي برید په غبرګون کې پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي. د استرالیا د امامانو ملي شورا دا برید په سختو ټکو غندلی دی.
د خبر لمبر: 3492162 خپرونې تاریخ : 2025/12/15
ایکنا - یوه څېړنه چې د بریتانوي بنسټ «د ایمان د اغېز په ژوند کې» (IIFL) له خوا ترسره شوې، ښئي چې نړیوالې نښتې د بریتانیاوالو د اسلام په لور د ګروهنې یو مهم محرک دی.
د خبر لمبر: 3492123 خپرونې تاریخ : 2025/12/07
ایکنا - دپاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څانګې مشر څرګنده کړه چې د اسلاماباد حکومت په تېرو ۷۸ کلونو کې د کابل سره رښتینې دوستانه اړیکې نه دي جوړې کړې، او د سیمې د سولې لپاره باید دا تګلارې جدي وڅېړل شي.
د خبر لمبر: 3492101 خپرونې تاریخ : 2025/12/02