ایکنا-(تهران)د پاکستان خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې په یوه جومات کې په ترهه ګرې او ځان مرګي حملې پسې چې د وروستیو راپورونو په اساس درې نوي کسان پکې شهیدان او یو سل شپیته نور ټپیان شوي،د پاکستان دکورنیو چارو وزیر د افغانستان پر طالب واکوالانو غږ کړی،په دغې موضوع دې غور وکړي.
د خبر لمبر: 3486831 خپرونې تاریخ : 2023/01/31
ایکنا-(تهران)د ایران له لورې د ټوریسټي ویزو د ورکولو د بهیر له بندیدا وروسته، اوس بیا د افغانستان د هرات ولایت ځایي چارواکو د دغه بهیر د پلېدو غوښتونکي شوي او له ایراني لوري سره ئې موافقه شوې چي د ثبت نام بهیر د کنسولېټ تر نظارت لاندې تر سره شي.
د خبر لمبر: 3486825 خپرونې تاریخ : 2023/01/30
ایکنا-(تهران) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د پولیسو په یوې کالونۍ کې په یوه جومات کې د ما سپښین لمانځه په وخت یوه وحشي ځان مرګي په جومات کې د کابو یوسل اتیاؤ لمونځ ګوزارو وینه وبهوله.
د خبر لمبر: 3486823 خپرونې تاریخ : 2023/01/30
ایکنا-(تهران)د مصر د اوقافو وزیر د مصر په نړیوالو سیالیو کې د اته پنځوسو هیوادونوشتون ته په اشارې سره د راتلونکی کال د روژې د مبارکې میاشتې په اوه ویشتمه شپه ددغو سیالیو د غوره کسانو د درنښت د دستورو دترسره کیدا لپاره دپلانونې خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486819 خپرونې تاریخ : 2023/01/29
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د تهران پشمول په لسګونو ښارونو او ښارګیو کې مومنو او عبادت کونکو خلکو د جمعې له لمانځه وروسته په خودجوشه توګه په اروپايي هیوادونو کښې د قران کریم او دن ورو سپیڅلتیاؤ د سپکاويو د غندلو لپاره لاریونونه وکړل او له سپکاوي دغه ډک اقدام یې وغاند.
د خبر لمبر: 3486811 خپرونې تاریخ : 2023/01/28
ایکنا-(تهران)د پاکستان په اسلام اباد کې د اهل سنتو او اهل تشیّع لوړ رتبه عالمانو په یوه ګډه غونډه کې په پاکستان کې د اسلام په نوم د وسله والو تاوتریخوالیو د زیاتیدا او ترهه ګرو عناصرو پرضد ګډه بیانیه صادره کړه.
د خبر لمبر: 3486801 خپرونې تاریخ : 2023/01/25
ایکنا-(تهران) د سویډ د یوه افراطي یهودی په سپکاوي پسې په هالینډ کې ههم د یوې اسلام ضده ډلې مشر د قرآن کریم یوه نسخه ټوټه ټوټه کړه.
د خبر لمبر: 3486794 خپرونې تاریخ : 2023/01/24
ایکنا-(تهران )په پاکستان کې دیره د افغانستان کډوالو کورنیو په افغانستان کې د انجونو د زده کړې او له کاره دمیرمنو په ممانعت باندې په اعتراض کې مظاهره کړې
د خبر لمبر: 3486788 خپرونې تاریخ : 2023/01/23
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان د سپاه په ضد د اروپائي پارلیمان د وروستي اقدام په غبرګون کې ووئيل،اروپایان له سپاه سره سیالي نشي کولی.
د خبر لمبر: 3486787 خپرونې تاریخ : 2023/01/23
ایکنا-(تهران)د جنوب ختیځي آسیا په حوزې کې دعراق کلتوري سلایارې احلام نعمه الفته ووئیل،د ځينو کسانو لباره نورو هیوادونو ته تلل ممکنه ده آسان نه وي،خو د ملایشیا د قرآني جشنوارې ترسره کیدا دا فرصت ټولو خلکو ته برابروي،چې دلته راشي او له نړیوالو هنري آثارو سره بلد شي.
د خبر لمبر: 3486782 خپرونې تاریخ : 2023/01/22
ایکنا-(تهران)د ملایشیا د رستو قرآنی هنرونو نړیواله جشنواره پرون سهار یعني د مرغومې دمیاشتې د شلمې نیټې سهار په پوتراجایا کې واقع د ملایشیا رستو فاؤنډیشن دچاپ او نشر په مرکز کې پيل شوې ده.
د خبر لمبر: 3486775 خپرونې تاریخ : 2023/01/21
ایکنا-(تهران)د پاکستان ولسی جرګې نن یو قانون تصویب کړچې په اساس ئې د اسلام دګران پیغمبر(ص) کورنۍ،ماندنو او اصحابو سپکاوي کونکو لپاره د عمر بند سزا وټاکل شوه.
د خبر لمبر: 3486766 خپرونې تاریخ : 2023/01/18
ایکنا-(تهران)د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي د اقغانستان به چارو کې دروسیې ځانګړي استازی ضمیر کابلوف ته ډاډ وکرړی چې دطالبانو دحکومت رهبری دخپلو روسي دوستانو سپارښتنو ته غوږ ږدي او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړیدا او همداراز د افغانستان د میرمنو او انجونو د اساسی حقوقو پشمول د بشری حقوقو د مسئلو په باب کارکوي.
د خبر لمبر: 3486757 خپرونې تاریخ : 2023/01/16
ایکنا-( د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د سیالیو د پنځلسو ایرانیو او دوو بهرنیو قضاؤت کونکو قاضیانو نامې اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3486741 خپرونې تاریخ : 2023/01/12
ایکنا-(تهران)د پاکستان د فلم جوړونکی یو مستند فلم چې په هغهه کې په هندوستان کې له اسلام ضده بهیرونو پرده پورته شوې، په نړیوالو جشنوارو کې ئې تود هرکلی شوی.
د خبر لمبر: 3486731 خپرونې تاریخ : 2023/01/10
ایکنا-(تهران)په لبنان کې ددینونو او کلتورونو دخبرواترو د مرکز مشر دینی مرجعیّت مقام ته د فرانسې د شارلي ابدو سپکاوی کلتوری ترهه ګري او د دینی او انسانی ارزښتونو د اصوول او قوانینو خلاف ورزي وبلله او ټينګار ئې وکړ،فرانسې دې سملاسي ددغه سپير اوبې شرمه اقدام لپاره بخښنه وغواړي.
د خبر لمبر: 3486730 خپرونې تاریخ : 2023/01/10
ایکنا-(تهران) د پاکستان د پارلیماني ډلې مسئول انور الحق هم په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو په لړ کښې د ځینو کسانو له هلوځلو سره سره، مونږ تل له ایرانه ملاتړ کړی او نه پریږدو چې د پاکستان له لارې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3486728 خپرونې تاریخ : 2023/01/09
ایکنا-(تهران)په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو په کښت او تولید باندې د بندیز د حکم له صادریدو کابو د نهو میاشتو په تیریدو سره دغه هیواد لاهم د نشه ایزو موادو ترټولو ستر تولیدونکی دی.
د خبر لمبر: 3486721 خپرونې تاریخ : 2023/01/08
ایکنا-(تهران)په ۲۰۲۲کال کې اسلام او مسلمانان په نړیوالو بدلونونو کې په مختلفو حوزو کې له ډيرو ترینګلتیاؤ او مشکلاتو سره مخامخ وواو په ځينو ډګرونو کې ئې اغیزې شیندلی دي چې په هغوکې په تیر کال کې د قطر د فټ بال دنړیوال جام په بریالیتوب ااو ډير ښه ترسره کیدا سره د اسلامی نړۍ یو ارزښتمن او اوڅاره بریالیتوب حسابیږي.
د خبر لمبر: 3486715 خپرونې تاریخ : 2023/01/07
ایکنا-(تهران)د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل امریکا باید پوهه شي چې د ایران ملت به د جنرال قاسم سلیماني له وینې تیر نشي او د دغه لوړمقام شهید د وینې غچ اخیستل حتمي دي.
د خبر لمبر: 3486701 خپرونې تاریخ : 2023/01/04