ایکنا-(تهران)د اردن پاچا دوهم عبدا... ددغه هیواد له الرائ ورځپاڼې سره په خبرو کې چې نن خپرې شوي،ووئيل،اردن په سیمې کې تاؤتریخوالی نه غواړي او خبرې اترې د اختلافاتو دحل لپاره ترټولو ښه لاره ګڼي.
د خبر لمبر: 3486016 خپرونې تاریخ : 2022/07/24
ایکنا-(تهران) د مصر د یوه غوره قاري شیخ محمود شحات په زړه پورې غږ سره په ټولنیزو چینلونو کې د غاشیه اواعلی سورو تر ټولو وروستی تلاؤت خپور شوی دی.
د خبر لمبر: 3486015 خپرونې تاریخ : 2022/07/23
ایکنا-(تهران) د قرآن کریم د قرائت او حفظ دځانګړو نړیوالو سیالیو لومړنۍ پړاؤ د حسینی مقدس استان د دارالقرآن د چارو د ادارې له خوا ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3485998 خپرونې تاریخ : 2022/07/18
د غدیر اختر مو مبارک شه
ایکنا-(تهران) په نجف اشرف کې دحضرت امام علی علیه السلام سپيڅلی حرم، له هغو زیارتوالو ډک دی چې د غدیر خم د نیکمرغه اختر په مناسبت ئې ځانونه دعراق مختلفو سیمو او د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول له نورو اسلامی او عربو هیوادونوڅخه دغه سپيڅلي حرم ته رسولي دي .
د خبر لمبر: 3485997 خپرونې تاریخ : 2022/07/18
ایکنا- (تهران)د ایکناخبري آژانس درست کارکونکی دنړۍ مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته په دې مناسبت دزړه له کومې مبارکي وائي .
د خبر لمبر: 3485986 خپرونې تاریخ : 2022/07/15
ایکنا- (تهران )د مسلمانانو د ولی امر دبعثې دنړیوالې چارو مرستیالۍ په مکې مکرمې کې د تهران پوهنتون په ملګرتیا سره ، دبیت الله الحرام جاجیانو ته د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود دسږکال پیغام په یوه وبینار کې بیا وړاندې کوي .
د خبر لمبر: 3485978 خپرونې تاریخ : 2022/07/12
ایکنا-(تهران )د خیف جومات ، په مکې مکرمې کې دمِنا د ټاټوبی تر ټولو مهم جومات دی ، چې پيغمبر اکرم حضرت محمدمصطفی (ص)پکې لمونځ ادا کړی او د حجةالوداع یوه خطبه ئې هم دلته وړاندې کړې ده .
د خبر لمبر: 3485976 خپرونې تاریخ : 2022/07/12
ایکنا-(تهران )د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخوند زاده ووئيل ، د اشرف غني اوحامدکرزي او په تیرو شلو کلونو کې دافغانستان د درستو وزارتونو لایحې موغونډې او دیني عالمانو ته مو سپارلي دي او هغه غیر شرعي شیان او هغه څه چې د ولس په ګټه نه دي ، حذفوو ئې او یو خالص شرعی نظام جوړوو.
د خبر لمبر: 3485975 خپرونې تاریخ : 2022/07/11
دبیت الله الحرام حاجیانو ته د مسلمانانو دولی امر پيغام
ایکنا-(تهران ) دمسلمانانو ولی امر د حج په مناسبت پخپل مهم پیغام کې وفرمائيل ؛ د مسلمانانو وحدت د حج له دوو اساسي ستنو یوه ستنه ده چې کله له ذکر او معنویت سره -چې د دغه راز او رمز لرونکې فریضې بله اساسي ستنه ده -یو ځای شي نو اسلامي امت د عزت او نېکمرغۍ اوج ته رسولی او هغه د «وَ لِلَّهِ العِزَّةُ وَ لِرَسولِهِ وَ لِلمُؤمِنين» مصداق ګرځولی شي. حج د دغه دوو سیاسي او معنوي عناصرو ترکیب دی: او د اسلام مقدس دین د سیاست او معنوی یوه برمناکه او عظیمه ګډوله ده.
د خبر لمبر: 3485967 خپرونې تاریخ : 2022/07/08
ایکنا- (تهران) د پاکستان دپلازمینې اسلام اباد پولیسو د لوي نیکمرغه اختر په ورخې د لمونځ ګوزارو د امنیت دساتلو لپاره ځانګړي امنیتی تابیاوې اعلان کړې .
د خبر لمبر: 3485960 خپرونې تاریخ : 2022/07/05
ایکنا- (تهران) ملایشیا په قرآني نړیوالو سیالیو کې د ایران استازی مسعود نوري له مکې مکرمې څخه د ملایشیا د قرآنی سیالیو په مقدماتي مرحلې کې خپل تلاؤت په آنلاین نندارې ته وړاندې کوي .
د خبر لمبر: 3485959 خپرونې تاریخ : 2022/07/05
ایکنا- (تهران) حج د درستو مسلمانانو لپاره یوه واجب دیني چاره ده ، چې باید لږترلږه یوځل په خپل ژوند کې ئې یو ځل هغه بالغ مسلمان چې د سفر کولو بدني او له کوره د غیبت په وخت د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره مالی توانمنۍ لری ، په ذی الحجې میاشت کې ئې ترسره کړي .
د خبر لمبر: 3485953 خپرونې تاریخ : 2022/07/04
ایکنا- (تهران ) د پاکستان خیبرپختونخواه صوبې د هنګو لودی خیلو سیمې د ښځو سړیومومنانو او زده کونکو په زړه پورې غږ کې ؛سلام فرمانده ؛ زړه راښکونکی اومعنوی سرود د نجات علی ذاکر په مشرۍ نندارې ته وړاندې شو .
د خبر لمبر: 3485951 خپرونې تاریخ : 2022/07/03
ایکنا-(تهران) په سعودی عربستان کې دحرمیّن شریفیّن ادارې ، د کعبې شریفې په لاس اوبدل شوي پَرده د حاجیانو د بلَدتیا په خاطر نندارې ته وړاندې کړه .
د خبر لمبر: 3485950 خپرونې تاریخ : 2022/07/03
ایکنا- (تهران )د ریمدان سرحدي برخې د امنیت دساتلو او د ټرانسپورټي چارو د لاښه کولو په خاطر به چورلیزي لارې هم لا ښې او پراخې کړي .
د خبر لمبر: 3485945 خپرونې تاریخ : 2022/07/02
ایکنا- (تهران ) پاکستان د خارجه وزیر مرستیالې میرمن حنا رباني کر خبرداری ورکړی ، له اقتصادي نظره به د افغانستان منزوي کول او ورباندې بندیزونو لګول ددغه هیواد داقتصاد دځوړتیا سبب شي .
د خبر لمبر: 3485941 خپرونې تاریخ : 2022/06/30
ایکنا-(تهران ) د افغانستان په خوست او پکتیکاولایتونو کې مرګوني زلزلې په ډيرو زیاتو ځاني او مالی تاوانونو اړولو سره مرستندویه هڅې نه انکاریدونکي کړي دي . په عین حال کې یوازې درې هیوادونو ،یعني د ایران اسلامی جمهوریت ، قطر او پاکستان د افغانستان ولس لپاره خپلې مرستې لیږدولي دي .
د خبر لمبر: 3485919 خپرونې تاریخ : 2022/06/24
تهران(ایکنا)-د پاکستان د سپمه حکومتي اداره سي ډي این ایس (CDNS) د اسلامي مالي تامین بازار ته له ننوتلو وروسته
د خبر لمبر: 3485838 خپرونې تاریخ : 2022/05/28
تهران (ایکنا) -د پاکستان نوی وزیراعظم شهباز شریف به په خپل وړومبني بهرني سفر کښې سبا پنجشنبه سعودي عربستان ته لاړ شي
د خبر لمبر: 3485725 خپرونې تاریخ : 2022/04/27
تهران (ایکنا)- د عطرالکلام په نامې سره دعربستان د قرآن د قرائت دنړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ د نهائي مرحلې په ترسره کیدا سره پاي ته ورسیدې او په دغو سیالیو کې د ایران تکړه او غوره قاری سید جاسم موسوي هم د تلاؤت په سیالیو کې څلورم مقام وګټه .
د خبر لمبر: 3485713 خپرونې تاریخ : 2022/04/21