IQNA

د قرآن د نړیوالو سیالیو دوهمه ورځ

په نړیوالو سیالیو کې د قرآن په چورلیزتوب کلتوري تعامل

6:44 - February 21, 2023
د خبر لمبر: 3486926
ایکنا-(تهران)په نورو هیوادونو کې دایران د سیالیو د رودې پلی کولو سره ګروهنه،له میرمنو سره د ښاغلو د اجرا په سویه څرګند توپير، او د قرآن دچورلیزتوب کلتوري تعامل  نوره هغه غوښتې وې چې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو څو میرمنو قاضیانو مطرح کړې.

ایکناخبري آژانس راپورراکړ،د د میرمنو په برخې کې د قرآن کریم د حفظ او ترتیل په څانګو کې د قرآن  کریم د نړیوالو سیالیود نهه دیرشم پړاؤ په څنډې کې ددغو سیالیو څو ښځينه ایرانیو او بهرنیو قاضیانو سره مو خبرې وکړې چې په دغو څرګندونو کې ځيني غوښتنې مطرح شوې.

د غږیا صوت یوې قاضي میرمن سمیه هیتیان  چې ددغو سیالیو په نړیولې برخې کې دخپل شتون لومړنی پړاؤ تجروبه کوي،په دې اړه ووئيل،سیالۍ ډير ښې روانې دي،دګډون کونکو سویه هم نسبا ښه ده،خود ښاغد سیالیو سویه د میرمنو په نسبت لا زیاته لوړه ده .

داوران مسابقات قرآن

هغې ځيني وړاندیزونه وړاندې کړل او وې وئيل، که لارښونکی استاد هم   دګډون کونکو لپاره په نظر کې نیول شوی وائ ، نو لاښه وه. په تیره بیا د  بهرنیو ګډون کونکو لپاره ، چې ډير موردونه ئې نه اجرا کول، ممکنه ده ، اطلاعات نه لري او ممکنه ده د هغوي روزنه توپیر لري، که یو لارښونکی استاد وائ ، ځینو موردونو په باب ئې توضیح ورکولی ،نو لابه ښه وه.البته د ښاغلو په برخې کې یو استاد ؤچې  د ګډون له جرا کونې وروسته به د ګډون کونکي کمزوري او  قوت موردونه اعلانول ،خو د میرمنو په برخې کې له بده مرغه دغه شان کس نشته.

مسابقات قرآن

په دغو سیالیو کې د بحرین  قاضي میرمن رمله مکي دوهم ځل دی چې د قرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې دقاضي په توګه ئې ګډون کړی دی. هغې پخپل هیواد کې د خپلو قرآني فعالیتونو دمخینې په باب  ووئيل، څه دپاسه پنځلس کلونو راهسې د قرآني چارود قاضي په توګه  قرآني فعالیتونو او تدریس ته دوام ورکوي،هم په ملی فضا کې او هم په نړیواله سویه مو ګډون کړی دی ،البته  په نړیوالو سویو مو زیاتره ګډون دانټرنیټ له لارې دی.

هغې د ګډون کونکو دسوئې اود سیالیو ددغه پړاؤ په باب پخپلې ارزونې کې ووئيل، په دغه پړاؤ کې د سیالیو سویه دې ته په پام سره چې زه   په مخکینیو پړاؤنو کې یوه قاضي وم، ډیر لوړر ګڼم ،سږکال د ګډون کونکو سویه هم ډيره لوړه ده.د قرآڼ  د نړیوالو سیالیو دغې میرمنې قاضي ووئيل هڅه کوم هغه فعالیتونه چې دلته ئې ترسره کوم ،پخپل هیواد کې ئې هم ولرم  او په کارنده ډول ئې  اجرا کړم ،دغه شان پروګرامونه،زما دخوشالۍ سبب دي ،په حقیقت کې ئې اساس اوسرچینه،د ایران اسلامی جمهوریت دی چې په دغه سویه ترسره کیږي.

همدارازد میرمنو په برخې کې د غږ د برخې قاضي میرمن محبوبه کاتب،ددې خبرې په کولو سره چې معمولا کال ترکاله سیالۍ د مخکینیو کلونو په نسبت لا ښې او لا بشپړ کیږی، هم د قضاؤت له پلوه او هم د سیالیو دکیفیّت او سوئې له نظره، په دې اړه ووئيل،البته د سیالي کونکو سویه مختلفه ده،ځکه مونږ دنورو هیوادونود  د روزونکي سوئې په باب څه خاص اطلاعات نه لرو چې ځرنګه دي ،خو معمولا  دنړیوالو سیالیو لپاره خپل ترټولو ښه کسان لیږي. د ایرانیو ګډون کونکو سویه  د حفظ، غږ او لهجې او تجوید له پلوه ډيره لوړه ده،البته تیر کال داسې نه وو.

مسابقات قرآن

همداراز د وقف اوابتدا د چارو قاضي میرمن مریم خطیب  هم د مخکینیو پړاؤنو په نسبت ددغه پړاؤ د ارزونې په باب ووئیل،دغه پړاؤ سویه ډیره لوړه ده . هم دکمیت له پلوه او هم دکیفیّت له پلوه. له مختلفو هیوادونو څخه د ګډون کونکو شمیر هم  مختلف دی،له اروپا ،اسیا و افریقا څخه ګډون کونکي لرو،د ایران په سیالیو کې ګډون ته دبهرنیو استازو ګروهنه د هغه وزن او ارزښت ښودنه کوي، چې دغو سیالیو غوره کړی دی . دګډون کونکو سویه هم د تیر په نسبت لا ښه شوې  او هیله ده چې راتلونکي کال به دسږ کال په نسبت هم لاښه  وي.هغې ووئيل، په تیرو دوو پړاؤنو کې مو په انټر نیټي سوئې دغه سیالۍ ترسره کړي دي چې د سږکال په نسبت چې حضوري دي چې البته مقدماتي برخه ئې  حضوري نه وه،دغه دواړه برخې پخپلو کې سره ډیر توپير لری، او حضوری ترسره کیدا  د قرآن دچورلیزتوب په کلتوري اواجتماعي تعامل کې ډيرې زیاتې اغیزې شیندي. دا سمه ده چې لګښت ئې زیاتیږي ،خو دا پخپله  د الهی شعائرو پرتم،عظمت او تعظیم دی.

باید ووئيل شي چې د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو نهه دیرشم پړاؤ  نهائي مرحله د سلواغې د میاشتې له نهه دیرشمې څخه د اسلام دګران پیغمبر(ص)د بعثت له کلیزې سره په یووخت په تهران کې د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې پیل شوي دي او تر نن پورې دوام لري. په دغو سیالیو کې له سهار اته نیمو بجو تر دولس نیمو بجو پورې د میرمنو ګډون کونکو سیالۍ کیږی او له مازدیګر درو بجو تر شپې مهال پورې د ښاغلو سیالۍ ترسره کیږي، او قاضیان یا داؤران ئې په هماغه ورځ قضاؤت کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4123333/%D

 

captcha