حافظان - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا- په داسې حال کې چې د لوېدیځې غاړې فلسطیني حاجیان د حج لپاره سعودي عربستان ته روان شوي، د غزې تړانګې اوسېدونکي د دریم پرله‌پسې کال لپاره د حج له فریضې بې‌برخې پاتې دي. جنګ ، د رفح پولې تړل کېدو او د کلابندئ دوام، د زرګونو فلسطینیانو لپاره د حج سفر په یوه نه ترلاسه کېدونکي خوب بدل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492809   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا-  شیخ سید عامر عثمان، د مصر پخوانی شیخ‌القراء ؤ، چې د مصر د پنځو سترو قاریانو د تلاوت شوي قرآن د ثبت څارنه ئې کړې وه. نوموړی د پیغمبراکرم(ص) په ښار مدینه منوره کې وفات شو.
د خبر لمبر: 3492808   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- په داسې حال کې چې  د تیر کال په نسبت په  ۱۴۰۴ کال کې  د قرآن  د حافظانو شمېر   ۲.۷ برابره زیاتوالی ښئي، د قرآن د تخصصي حفظ ملي ازموینه د ۹ زره او ۸۰۰ ګډونوالو په شتون  کې ترسره شوه. همدارنګه د بسیج دارالقرآن د عمومی  ازموینو، د قاریانو او د قرآن د استادانو د ارزونې د پنځلسم پړاو او د اوقافو د عمومی سیالیو نوم‌لیکنه هم روانه ده.
د خبر لمبر: 3492807   خپرونې تاریخ : 2026/05/23

ایکنا- د الازهر د قرآن کریم د چارو عمومي مشر وئیلي دي، د دې مرکز د زده‌کوونکو لپاره د اوړي په رخصتیو کې د قرآن د حفظ د اسانتیا پروګرام پیل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492804   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

 ایکنا- د لبنان د طرابلس ښار د «ایمان» اسلامي ښوونځیو په تعلیمي مجتمع کې د قرآن کریم د کلنیو سیالیو دوه څلوېښتم پړاو ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492803   خپرونې تاریخ : 2026/05/21

ایکنا – د غزې ۶۵  ماشومانو د  ؛نور ؛ په نامې سره په قرآني کمپاین برخه واخیسته او د خپلو ښوونکو په وړاندې ئې د قرآن کریم ځینې برخې ولوستلې، او د مسؤلینو او والدینو لخوا ئې ستاینه وشوه.
د خبر لمبر: 3492796   خپرونې تاریخ : 2026/05/20

ایکنا- د هسپانیا سفیر له حامد شاکر نژاد سره، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د قرآن سفیر بلل کېږي، لیدنه کړې او په دغې کتنې کې پر ایران وروستی برید ئې غندلی او د ملتونو د یووالي او د ظلم او تاوتریخوالي پر ضد ئې د فرهنګ او الهي دینونو پر رول ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492774   خپرونې تاریخ : 2026/05/14

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه تکړه او غوره نړیوال قاری حمید رضا  احمدي وفا د  انعام سورې  له ۱۶۰ تر ۱۶۵ پورې آیتونه او دغه راز د نصر سورې په زړه بورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492766   خپرونې تاریخ : 2026/05/13

ایکنا- د سعودي عربستان د پاچا په موافقېسره ، د لومړي ځل لپاره د ښځو څانګه د دغه هېواد  د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر تر ټولو سترو سیالیو ته ورزیاته شوه.
د خبر لمبر: 3492761   خپرونې تاریخ : 2026/05/12

ایکنا- د ؛میناب  قرآنی یارانو؛ په نامې سره د یوه پلاوي په چوکاټ کې  د قرآنی چارو یو شمیر فعالان او قاریان  دغه ښار ته په تلو او د قرآني ناستو  او محفلونو  په ترسره کولو سره  د شجره طیبه ښونځي  د شهیدو زده کونکو ماشومانو  د یاد او خاطرې  لمانځي .
د خبر لمبر: 3492756   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

د شهید رهبر په حضور کې د تلاوت روایت!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یو نړیوال قاري،د اسلامی انقلاب د شهید رهبر  د نه شتون  له درده،د هغه په حضور کې د خپل  لومړي تلاوت او د معظم‌له له خوا د عباد ډالۍ کېدو خاطره بیان کړې ده.
د خبر لمبر: 3492754   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا- د قرآن کریم یوه خطي نسخه، چې اټکل کېږي له زرو کلونو څخه زیات  لرغونتوب  لري، د تایلینډ د اسلامي فرهنګي میراث په میوزیم کې نندارې ته وړاندې شوې ده.
د خبر لمبر: 3492753   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا- د مصر د اوقافو وزارت د قرآن د حفظ مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره د څلورمې ځانګړې سیالۍ د ګټونکو نوملړ په اعلانولو سره، له دغو مرکزونو او د هغوی د علمي او روزنیزو پروګرامونو د پراختیا بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492752   خپرونې تاریخ : 2026/05/11

ایکنا - د مصر مشهور او وتلی قاري او د دغه هېواد د قاریانو او حافظانو د اتحادیې مشر، محمد محمود طبلاوي، شپږ کاله وړاندې د ۸۶ کلونو په عمر او د قرآن په لاره کې تر شپېتو کلونو خدمت وروسته وفات شو.
د خبر لمبر: 3492748   خپرونې تاریخ : 2026/05/10

ایکنا- د  ایران د اسلامی جمهوریت  له قرآني ټولنې سره د شهید رهبر  حضرت امام خامنه اي د وروستۍ لیدنې یوه ویډیو، چې د رمضان المبارک د میاشتې په پیل کې د قرآن د انس د غونډې په چوکاټ کې جوړه شوې وه، خپره شوې ده.
د خبر لمبر: 3492746   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- د یمن د پلازمېنې صنعا په یوه ساده او له آرامښته په ډک  کور کې، د بلال مهدي الشرعبي کیسه پیل شوه؛ د یمن  هغه هلک چې اوس څوارلس کلن دی.د  نوموړي د ژوند له سختیو سره سره، هغه قرآني میراث ته وفادار پاتې شو چې پلار ئې ورته پرې ایښی و.
د خبر لمبر: 3492744   خپرونې تاریخ : 2026/05/09

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت یوه نړیوال قاری  او د قرآنی چارو تکړه فعالا سید جواد حسینی  د احزاب سورې  له ۳۸ تر ۴۷ آیتونو پورې  په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3492740   خپرونې تاریخ : 2026/05/07

ایکنا- یو مصري ړوند قاري، محمد عبدالعزیز حصان، په غږاو لهجې کې ځانګړی مکتب درلود او سلګونه ثبت شوې تلاوتونه ئې له ځانه پاتې کړل چې لا هم د مصر او نورو هېوادونو له رسنیو خپرېږي.
د خبر لمبر: 3492731   خپرونې تاریخ : 2026/05/06

ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاری او تکړه قرآنی استاد او قاضی احمد ابوالقاسمی د نساء سورې د یوشمیر آیتونو په زړه پورې تلاؤت کړ ی دی.
د خبر لمبر: 3492725   خپرونې تاریخ : 2026/05/04

ایکنا- په ملایشیا کې د قرآن حفظ ملي شورا به  د ؛وطن بچیان ؛  په نامې سره د " ۲۰۲۶ په تعلیمي کنفرانس کې د ګډونوالو وړاندیز په اساس تاسیس شي.
د خبر لمبر: 3492722   خپرونې تاریخ : 2026/05/04