انصار الله

IQNA

بچوې
ایکنا - په ملګروملتو کې دایران د اسلامی  جمهوریتسفیر سعیدایراواني  د ملګروملتو سرمنشي  او د امنیت شورا پړاویز مشر ته  په جلا جلا  لیکونو  کې  دایران د اصفهان  او خوزستان  د فولادو پرتاسیساتو  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  د حملو د جنایتونه او دغه رازپه ایران د حملو لپاره ترهه ګرې امریکا او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  د خپلې خاورې او فضا  په اختیار کې د ورکولو پ دلیل  د کویت،عربستان،اماراتواو قطر د حکومتونو اقدام په باب راپور وړاندې کړ او  په دې اړه ئې رسمي شکایت وکړ.
د خبر لمبر: 3492624    خپرونې تاریخ : 2026/03/31

ایکنا - زرګونو فلسطینیانو د روژې د مبارکې  میاشتې په لومړۍ شپه، د صهیونیستي رژیم له سختو امنیتي محدودیتونو سره سره، په مسجدالاقصی کې د جماعت لمونځونه ادا کړل.
د خبر لمبر: 3492482    خپرونې تاریخ : 2026/02/21

د یمن د انصارالله مشر:
ایکنا - د یمن د انصارا....ولسی  غورځنګ مشر د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په خپل پیغام کې وویل؛ د اسلامي نړۍ د ستونزو یوازینۍ حل لاره  الهي لارښوونو ته بېرته ستنېدل دي.
د خبر لمبر: 3492467    خپرونې تاریخ : 2026/02/18

ایکنا – د یمن د انصار الله غورځنګ رهبر  سیدعبدالملک بدرالدین الحوثي دې ته په اشارې سره چې  د قرآن د مستکبرانو او  طاغوت لپاره  لويه خطره  ده ،ووئيل؛ قرآن قرآن کریم د دښمنانو د پلانونو ماهیّت  رابرسیره کوي او په همدې دلیل ده چې  دوی له قرآنه ویریږي او  له قرآنه د اسلامی امت په جلاکولو او  د مقدساتو او د وحی د  کلام  په سپکاویو باندې د مسلمانانو  د غبرګون په سنچولو پسې دي .  
د خبر لمبر: 3492231    خپرونې تاریخ : 2025/12/28

ایکنا - د یمن په میلیونونو خلکو پرون د جمعې ورځې ددغه هیواد د صنعا پشمول په نورو لسګونو ښارونو کې د «قرآن کریم او فلسطین د ملاتړ لپاره بسیج او چمتووالی» په عنوان سره  لاریونونه وکړل. دوي د قرآن کریم نسخې له ځان سره پورته کړې وې  او د اعتراضي شعارونو په ویلو سره ئې د قرآن کریم او د مظلوم فلسطیني ولس ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492189    خپرونې تاریخ : 2025/12/20

د یمن شناندی!
ایکنا -  د یمن یوه شناندی او تکړه کارپوه عدنان جنید وویل: سیدحسن نصر الله  د قرآني یقین په سترګو غوښتل چې کاش د یمن د شجاع رهبر تر بیرغ  لاندې عسکر وئ. هغه د مقاومت مشال د یمن رهبر، سید عبدالملک الحوثي، ته وسپاره  څو د مقدسو ځایونو د ازادولو پروژه بشپړ کړي. د دوي مینه یوه کړئ شوه چې بيروت او صنعا ئې سره یوځای کړل او د دښمن د ویشلو ټول  پلانونه  او دسیسې ئې ناکامې کړې.
د خبر لمبر: 3491797    خپرونې تاریخ : 2025/10/01

ایکنا - د یمن د انصارالله ولسی مبارز غورځنګ یو لوړپوړي غړي د نیواکي ټاټوبو په ژورو کې د یمن د بې پیلوټه الوتکې د بریالي برید په غبرګون کې ووئيل؛ د یمن د حکومتي چارواکو د ترور ریښتینې غچ اخستل  لا پیل شوي نه دي.
د خبر لمبر: 3491675    خپرونې تاریخ : 2025/09/08

د یمن د انصارالله ولسی غورځنګ رهبر  عبدالملک بدرالدين الحوثي د يمن د بدلون او پرمختګ د حکومت د لومړي وزير او ځينو وزيرانو د شهادت په مناسبت په خپلو خبرو کې وويل چې صهيونيسټي رژیم د اسلامي امت د غلامۍ په لټه کې دی.
د خبر لمبر: 3491633    خپرونې تاریخ : 2025/09/01

 د یمن د انصارالله غورځنګ مشر عبدالملک الحوثي پخپلې اونیزې په وینا کې پر غزې د اسرائیلو د بریدونه، چې د امریکا په بشپړ ملاتړ سره ترسره کیږي، په کلکه غندلي ، او د ښځو، ماشومانو او کډوالو پر وړاندې د انساني جنایاتو د دوام او د قربانیانو د زیاتیدا خبر  ئې ورکړ.
د خبر لمبر: 3491539    خپرونې تاریخ : 2025/08/15

ایکنا - د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند د فلسطین په نیواکي ټاتوبو کې په  بئرالسبع  سیمې کې پر یو  حساس هدف باندې د بالستیک توغندي د برید خبر ورکړ. 
د خبر لمبر: 3491333    خپرونې تاریخ : 2025/06/29

ایکنا د یمن د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتریوه مسئول مقام  د امریکا لخوا د ایران پر وړاندې تېري ته سخت غبرګون وښود. 
د خبر لمبر: 3491302    خپرونې تاریخ : 2025/06/22

ایکنا - د یمن انصارالله غورځنګ په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د یمن د وسله‌والو ځواکونو توغندوي یونټ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین ۲ هایپرسونیک توغندیو په کارولو سره په بیلابیلو وختونو کې د نیواکي ټاټوبو په یافا په سیمې کې د صهیونیسټي دښمن حساس ټارګټونه په شیشت کې راوستل. 
د خبر لمبر: 3491281    خپرونې تاریخ : 2025/06/16

ایکنا – د یمن د  انصار الله ولسی غورځنګ ویندوی  په فلسطین او لبنان کې د مقاومتي غورځنګونو څخه د ایران د اسلامی انقلاب ملاتړ ته په اشارې سره ټينګار وکړ،دغه انقلاب د نړیوالو استکباري قدرتونو په وړاندې د اسلامی او انساني ارزښتونو د بریالیتوب په معنا دی.
د خبر لمبر: 3490624    خپرونې تاریخ : 2025/02/11

ایکنا - د عربي نړۍ مشهور شناندي او خبریال عبدالباري عطوان زیاته کړه: د صهیونیسټ رژيم غلطۍ دا وه چې هڅه یې وکړه چې یمن له نیواکي فلسطین څخه په دوه زره اته سوه کلومیټره واټن لرلو سره نیغ په نیغه ټکر بدل کړي او هڅه وکړي د عربو رژیمونه د صهیونیسټ رژیم د نقشو او پلانونو پراساس د نوي سیمې د رامینځته کولو لپاره د تیریو او د نیواکګرۍ په ملاتړونو حکومتونو بدل کړي.
د خبر لمبر: 3490481    خپرونې تاریخ : 2025/01/16

ایکنا -  د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ  مشر د اسرائيلو له نسل وژونکي  رژيم سره  د مقابلې لاره د درستو مسلمانانو پاڅون کول وبلل.
د خبر لمبر: 3490024    خپرونې تاریخ : 2024/10/18

ایکنا - د یمن دانصار ا... غورځنګ رهبر ووئیل،  داسماعیل هنیّه د ترور او ټارګټ کولو جنایت، اروپائي هیوادونه او ځیي عرب هیوادونه  چې  حتی د محکوم کولو ترحده دریځ ئې هم غوره کړی نه دی ،رسوا کړل.
د خبر لمبر: 3489625    خپرونې تاریخ : 2024/08/02

ایکنا - د یمن د انصار الله غورځنګ درهبر  څرګندونې  ښئ چې  د  اسرائيلو  په ضد د مقابلې پنځمه مرحله به د صهیونیسټي دښمن لپاره له ډيرو سختو ټکونو سره یوځای وي ، څو په دې توګه  تل ابیب  دغزې تړانګې د کلابندۍ او د بې آمانه حملو د درولو لپاره اړشي.
د خبر لمبر: 3489584    خپرونې تاریخ : 2024/07/24

ایکنا - د یمن د انصار ا.... و لسی غورځنګ رهبر ټينګار وکړ،که د یمن په ضد د حملو دوام وکړ، نو د عربستان د ۲۰۳۰ کال لرلید به نابود شي.
د خبر لمبر: 3489562    خپرونې تاریخ : 2024/07/20

ایکنا – د یمن د انصار الله ولسي غورځنګ رهبر سید عبدالمالک بدرالدین الحوثي، شهید ایت الله ابراهیم رئیسي  د ایران او  اسلامی هیودونو په دفاع کې یو داسې شجاع شخصیّت وباله چې د اسلامی امت یو ویاړ او د نړۍ له نورو رهبرانو سره ئې توپير درلود.
د خبر لمبر: 3489270    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا - د یمن د پوځ د ویندوي په دغې اعلامیې کې  کې راغلي دي، ددغو عملیاتو اعلان  د غزې پتمنو سره د یمن د انصارو  د وفادارئ په شعار سره  دصنعا له میلیوني مظاهرې سره په یووخت  صادره شوه.
د خبر لمبر: 3489163    خپرونې تاریخ : 2024/05/05