طالبان - پاڼه 19

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) په قرغزستان کې د مینځنۍ آسیا او اروپایي ټولنې په ګډه سرمشریزه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو او د غونډې برخه‌والو وویل، د ښځو او نجونو بشري حقونه دې رعایت شي.
د خبر لمبر: 3487431   خپرونې تاریخ : 2023/06/03

ایکنا-(تهران) د افغاستان د طالبانو د حکومت د روغتیائي چارو وزیر قلندر عباد ووئیل، بهرنیان باید د ایران او افغانستان په مناسباتو کې ګوتې ونه وهي او د افغانستان حکومت هیڅ داسې اراده او نیّت نه لري چې  ددواړو هیوادونو مناسبات او اړیکې تاوان وویني .
د خبر لمبر: 3487424   خپرونې تاریخ : 2023/06/01

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې مرستیال وزیر سید علی کاظمي ټینګار وکړ: د افغانستان هغه ۶۳ فیصده کډوال چې د مختلفو علتونو په وجه کډه په سر کیږي، ګروهمن دي څو ایران ته راشي.
د خبر لمبر: 3487416   خپرونې تاریخ : 2023/05/30

ایکنا-(تهران) د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا  دپاکستان په خاوره کې د افغانستان له خاورې دحملو په باب ددغه هیواد طالب حکومت ته جدی خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3487406   خپرونې تاریخ : 2023/05/29

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سیدرسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د ایران او افغانستان په پولو کې  هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.
د خبر لمبر: 3487404   خپرونې تاریخ : 2023/05/28

ایکنا-(تهران) د بخښنې نړیوالې ادارې پخپل ترټولو وروستي راپور کې ټينګار کړی دی چې له افغان میرمنو سره د طالبانو بد چلند د بشریّت په ضد یوډول جنسیتی آپارټائيډ  او جنایت ګڼل کیدلی شي.
د خبر لمبر: 3487402   خپرونې تاریخ : 2023/05/28

ایکنا-(تهران) داپه داسې حال کې دي چې راپورونه ښئ نن هم د ایران په سیستان و بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو او دغه راز د ساسولي ، حاتم او ماککي کلیو په خوا کښې په یوشمیر سیمو کښې د طالبانو د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ یوشمیر نښتې رامینځته شوي دي.البته وروستي راپورونه ښئ چې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو په فوری تماسونو پسې دغه نښتې پاي ته رسیدلی دي.
د خبر لمبر: 3487399   خپرونې تاریخ : 2023/05/27

 ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ددې خبرې په تکرارولو سره چې د افغانستان حکومت ټولشموله دی ،ووئيل، د حکومت جوړښت ته دپخوانیو سیاستوالانو بیرته ستنیدا د فساد سبب کیږي.
د خبر لمبر: 3487397   خپرونې تاریخ : 2023/05/27

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان اوسنی حاکمه پلاوی په رسمیّت نه پيژندو ، او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په ضرورت ټينګار کوو ،ووئيل، طالبان ټول افغانستان نه ،بلکې دافغانستان د واقعیّت یوه برخه دي .
د خبر لمبر: 3487394   خپرونې تاریخ : 2023/05/26

ایکنا-(تهران) دافغانستان په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487392   خپرونې تاریخ : 2023/05/25

ایکنا-(تهران) د افغانستان او ایران تر مینځ ۱۳۵۱ کال کې د هغه مهال افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.خو وروستیو کې د افغانستان له لورې ایران ته د اوبو نه ورکړه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي تخنیکي ستونزه په سیاسي ناندریو بدله کړي.
د خبر لمبر: 3487376   خپرونې تاریخ : 2023/05/22

ایکنا-(تهران)  د انګلستان یو مرکز پخپل یوه ځانګړي راپور کې وئيلي دي چې په افغانستان کې  په تیره بیا د دغه هیواد په شمال کې د شیعیانو په ضد د داعشیانو حملې زیاتې شوي دي.
د خبر لمبر: 3487374   خپرونې تاریخ : 2023/05/22

ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي  له ایرنا سره په خبرو کې ووئیل ، دایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي او طالبان  دې اجازت ورکړي، ایراني مسئولان د کمال خان بند یا ډیم وویني.هغه زیاته کړې ده ،د ایران حقابه یو تاریخي حق دی  او دافغانستان حاکمانو او طالبانو په کرتو  په دې حق اقرار کړی او وئيلي ئې دي ، که اوبه  وې ،نو د ایران حق ورکوي.
د خبر لمبر: 3487364   خپرونې تاریخ : 2023/05/20

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دهیرمند دحق آبه په باب دایران او افغانستان دموافقو  او تړونونو تاریخي مخینې ته په اشارې سره ټينګار وکړ، غواړو د افغانستان واکمنانو ته ووایم چې زما دغه خبره دې عادی ونه ګڼي ،ډيره جدي ئې وګڼي ،د افغانستان واکوالانو او مسئولانو ته خبرداری ورکړم چې د ایران د سیستان او بلوچستان د سیمې د اوسیدونکو حق دې زرترزره ورکړي.
د خبر لمبر: 3487356   خپرونې تاریخ : 2023/05/18

ایکنا-(تهران) په افغانستان کې څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی دی.
د خبر لمبر: 3487334   خپرونې تاریخ : 2023/05/14

ایکنا-(تهران) د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر ایران د افغانستان تاریخي دوست بللی، او په ایران کې ئې د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو د وړاندې کېدو  مننه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487327   خپرونې تاریخ : 2023/05/13

ایکنا-(تهران) د افغانتستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، د افغانتسان نظام باید مختصر او کوچنی نشي او ټول دې په کې شریک کړای شي.
د خبر لمبر: 3487323   خپرونې تاریخ : 2023/05/12

ایکنا-(تهران) دافغانستان د طالبانو حکومت خارجه وزیر ووئيل، طالبانو هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه حرامه ده، مونږ دا خبره نه ده کړې چې د ښځو زده کړه د تل لپاره بنده ده بلکې ویلي مو دي چې تر بلې خبرتیا پورې بندیږي.
د خبر لمبر: 3487309   خپرونې تاریخ : 2023/05/09

ایکنا-(تهران) د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان د طالبانو دحکومت له خارجه وزیر سره په اسلام اباد کې په ګډې ناستې کې په دغه هیواد کې د سولې او تعامل د لارې د پرمختګ لپاره سره موافقه وکړه.
د خبر لمبر: 3487300   خپرونې تاریخ : 2023/05/07

ایکنا-(تهران) د پاکستان.روسیې او د هندوستان خارجه وزیر انوسوبر د شانګهايي د ملګرتیا په کانفرنس کښې  په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان د ټولو خلکو د حقوقو احترام وکړي.
د خبر لمبر: 3487293   خپرونې تاریخ : 2023/05/06