ایکنا-(تهران) افغانستان ته د پاکستاني پلاوي له سفر سره هم مهاله، طالب چارواکو ویلي وو چې د زیارت پر ورځ به د تورخم دروازه بیرته پرانیستل شي.
د خبر لمبر: 3486951 خپرونې تاریخ : 2023/02/25
ایکنا-(تهران)کابو اته میاشتې کېږي، چې د کابل پشمول د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ درېدلې وه او دې چارې خلک له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ کړي وو او په ډېر برخو کې یې فساد ته هم لار هواره کړې وه.
د خبر لمبر: 3486944 خپرونې تاریخ : 2023/02/23
ایکنا-(تهران) د پاکستان خارجه وزارت په یوې خبرتیا کې وئيلی دي کابل ته ددغه سفر پر مهال اسلام اباد او طالبانو په سیمه کې د ترهګرۍ د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه خبرې کړې دي،د افغانستان طالبان وائي داسې کومه موافقه نه ده شوې.
د خبر لمبر: 3486942 خپرونې تاریخ : 2023/02/23
ایکنا-(تهران)په افغانستان کې د پوهنتون استاد عبدالطیف نظری وایی افغانستان له بل هر وخت زیات ملی وحدت ته اړتیا لری او دا وحدت یوازې د قدرت په جوړښت کې د ټولو مذهبی او سیاسی ډلو او قومونو د شتون په بڼه کې رامینځته کیدلې شی .
د خبر لمبر: 3486938 خپرونې تاریخ : 2023/02/22
د قرآني چارو افغان قاضي؛
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو دلهجې د څانګې افغانستاني داؤر یا قاضي افغان ځوانان ددغو سیالیو دتعقیبونې لیواله وبلل او وې وئيل، دغه پيښه د افغانستان د قرآني فعالانو او ځ وانانو لپاره الهام بخښونکي ده.
د خبر لمبر: 3486937 خپرونې تاریخ : 2023/02/22
ایکنا-(تهران)د ایران د خارجه وزارت ویندوي په تهران کښې د افغانستان د سفارت د داخلي بدلونونو په هکله د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کښې وویل د یوه ډيپلوماټ د ماموریت پاې ته رسیدل او د سفارت یوه بل ډیپلوماټ ته د سفارت د چارو د سرپرستۍ ورسپارل د نوموړي سفارت په حقوقي حالت کښې د بدلون په معنا نه دي.
د خبر لمبر: 3486931 خپرونې تاریخ : 2023/02/21
ایکنا-(تهران) د افغانستان شیعه عالمانو شورا تل د طالبانوپه موقته حکومت کې ددغه هیواد د اهل تشیَع د ځائيګي او رول غوښتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3486922 خپرونې تاریخ : 2023/02/20
ایکنا-(تهران)د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده دطالبانو له یو شمېرمسؤلینو او دولتي چارواکو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل،چې له قومي او سمتي تعصب څخه لاس واخلي او کار اهل کار ته پرېږدي.
د خبر لمبر: 3486920 خپرونې تاریخ : 2023/02/19
ایکنا-(تهران د طالبانو د حکومتی کابینې مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی،د افغانستان د ځوانانو په روزنې کې د استاذانو د رول او په ټولنې کې ددوي ځائيګي او اهمیّت په قدرونې سره ووئیل،د نیواکګرۍ او جنګونو د څلورلسیزو ترینګلتیاؤ په دلیل ،هیواد ډير نه جبرانیدونکي تاوانونه لیدلی دي او ددغو تاوانونو د جبرانولو لپاره تعلیمیافته کسانو ته ډیره اړتیا لرو.
د خبر لمبر: 3486894 خپرونې تاریخ : 2023/02/13
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو او د پاکستان دحکومت ترمینځ په همداوروستیو کې د ځينو ترینګلتیاؤ او اختلافاتو له امله اړیکې تر ډیره حده خړې پړې شوي دي، البته ددغې فیصلې د دلیلونو په باب د پاکستان حکومت تر دې دمه څه نه دي وئيلي.
د خبر لمبر: 3486893 خپرونې تاریخ : 2023/02/13
ایکنا-(تهران)د افغانستان د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس استانکزي په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظیم سیدعلي خامنه اي، ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران ملت ته په مبارکۍ ویلو سره وویل،مونږ په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.
د خبر لمبر: 3486888 خپرونې تاریخ : 2023/02/12
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د اطلاعاتو او د کلتور وزارت هم دوه میاشتې مخکې د امریکا غږ او د ازادۍ راډیو په ټيلي ویژني پروګرامونو باندې هم بندیز لګولی و.
د خبر لمبر: 3486886 خپرونې تاریخ : 2023/02/12
ایکنا-(تهران) دافغانستان دکابل پشمول په مختلفو سیمو کې د طالب چارواکو په ګډون سره دحضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې دستورې په پرتم سره لمانځل شوي دي.
د خبر لمبر: 3486861 خپرونې تاریخ : 2023/02/06
ایکنا-(تهران)په راپورونو کې وئيل شوي دي ،ظاهرا سعودیانو دغه کار دمیرمنو کارکونکو د منع کیدا په غبرګون کې کړی دی،خو وئیل کیږي چط دغه کار دیوه منظم پلان په اساس ترسره شوی دی . ځيني نوره سرچینې هم دااحتمال ورکوي چې ممکنه ده په کابل کې د عربستان سفارت دامنیتی ګواښونو په زیاتیدا پسې خالی کړئ شوی وي.
د خبر لمبر: 3486860 خپرونې تاریخ : 2023/02/06
ایکنا-(تهران)تیره اونۍ د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د پولیس لاین په جامې جومات کې دیوه ځان مرګي جنایتکار په وحشي ډوله اقدام کې کابو یو سل درې لمونځ ګوزار شهیدان او کابو یو سل شپيته نور ټپیانش وي
د خبر لمبر: 3486850 خپرونې تاریخ : 2023/02/04
ایکنا-(تهران)د پاکستان او افغانستان ځينی سیاستوالان او مذهبی مشران وائي چې د افغانستان طالبان او همداراز دتحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتي ادارې او امریکا یوه ګډه پروژوه دي.
د خبر لمبر: 3486843 خپرونې تاریخ : 2023/02/02
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو لوړرتبه چارواکي د ملاهیبت الله اخوند زاده په څنګ ته کولو د غورعلت په هیواد کښې د انجلیو په زده کړې باندې بندیز ګڼي،ځکه چې د دوې له نظره د ښځو د زده کړې د موضوع په هکله د ناهیلیو زیاتیدل د طالبانو د حکومت د وحدت د ګډوډیدا لپاره یو ګواښ دی
د خبر لمبر: 3486839 خپرونې تاریخ : 2023/02/01
ایکنا-(تهران)د پاکستان خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې په یوه جومات کې په ترهه ګرې او ځان مرګي حملې پسې چې د وروستیو راپورونو په اساس درې نوي کسان پکې شهیدان او یو سل شپیته نور ټپیان شوي،د پاکستان دکورنیو چارو وزیر د افغانستان پر طالب واکوالانو غږ کړی،په دغې موضوع دې غور وکړي.
د خبر لمبر: 3486831 خپرونې تاریخ : 2023/01/31
ایکنا-(تهران)د اسلامي ملګرتیا موسسې پخپلې یوې بیانیې کښې ویلي،دافغانستان طالبان باید د پوهنتونونو په امتحاناتو کښې د انجلیو د ګډون او د انجلیو په زده کړې باندې د بندیز په هکله په خپلې فیصلې بیا کتنه وکړي.
د خبر لمبر: 3486830 خپرونې تاریخ : 2023/01/31
ایکنا-(تهران) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې د پولیسو په یوې کالونۍ کې په یوه جومات کې د ما سپښین لمانځه په وخت یوه وحشي ځان مرګي په جومات کې د کابو یوسل اتیاؤ لمونځ ګوزارو وینه وبهوله.
د خبر لمبر: 3486823 خپرونې تاریخ : 2023/01/30