iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-( تهران ) د تهران د کتاب څلوردیرشم نړیوال نندارتون د ؛راتلونکی لوستونکی دی؛ په شعار سره  نن سهار لس بجې  د تهران په امام خمیني مصلی کې د ۲ زره  او ۷۰۰ داخلی خپرندویو او سلو بهرنیو ناشرانو په شتون سره پیل شو.
د خبر لمبر: 3487315    خپرونې تاریخ : 2023/05/10

ایکنا-( تهران ) د پاکستان د مشرانو جرګې مشر  په سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو کې د ایرنا  دهمیشنیو ملاتړونو په قدرونې سره ووئیل،  پاکستان  له ایران سریه  د هراړخیزو  اړیکو د پیاوړتیا لپاره  د پارلیماني ډيپلوماسۍ  پرمخ بیولو ته ژمن دی .
د خبر لمبر: 3487277    خپرونې تاریخ : 2023/05/03

ایکنا-( تهران ) د ایران د خیریه چارو او د اوقافو د ادارې له خوا له ۱۵ کلونو تر ۲۲کلونو پورې عمرلرونکو ترمینځ په نزدې راتلونکي کې د ایران د  لوئې جایزې په عنوان سره سیالۍ ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487262    خپرونې تاریخ : 2023/04/30

ایکنا-( تهران ) د تهران د قرآن کریم د نړیوالو نندارتون ددیرشم پړاؤ د کرکتنې او ارزونې غونډه د غواي یا ثور د میاشتې په نهمه نیټه د ایکنا په همت او د نظر خاوندانو  او ددغه نړیوال نندارتون د ترسره کونکو  په شتون سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487251    خپرونې تاریخ : 2023/04/28

ایکنا-( تهران ) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر بیګا د قزاقستان له لومړي وزیر علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  ووئيل، که څه هم تیر کال د ایران او قزاقستان  تجارتي اړیکو ترپام وړ پورې وده درلودلې،خو دغه سویه ددواړو هیوادونو  له ظرفیّتونو سره په تناسب کې نه ده او باید  ددغو اړیکو دلوړتیا لپاره لازیاته هڅه وکړو.
د خبر لمبر: 3487247    خپرونې تاریخ : 2023/04/27

 ایکنا-( تهران )د روژې د مبارکې میاشتې په برکتناکو شپو ورځو کې په تهران کې د ایران په ملی میوزیم کې د ؛قرآن کریم په خطي نسخو کې د پسرلي ځلاؤ ؛په نامې سره نندارتون بیل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487191    خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-( تهران ) د پوهنتون یوه استاده او څيړانده میرمن شهناز عزیزي د میرمنو په باب د قرآن کریم له زړه،د سټراټژيک سند  په لټولو باندې په ټينګار سره ووئيل، دغه سند یوازې دینی بڼه نه لري، بلکې یو نړیوال سند دی  چې نړیوال  ئې بیلګه ګرځولی شي ، ځکه قرآڼ یو نړیوال کتاب دی.
د خبر لمبر: 3487175    خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-( تهران ) د قرآن کریم دیرشم نړیوال نندارتون د وري د میاشتې په دولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریسی په شتو سره پرانیستل شوی او پرون  هم ددغه نړیوال نندارتون نړیواله برخه هم د کلتور او اسلامی ارشاد دوزیر محمد مهدي اسماعیلی  او نورو بهرنیو میلمنو په شتون سره پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3487136    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-( تهران ) دایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلی د قرآني  نندارتون د نړیوالې برخې د پرانیستې په دستورو کې  ووئيل، سږکال ددنیا د یویشت هیوادونو خلک په دغه نندارتون کې موجود دي  چې هیله کیږي،  وحدت رامینځةکونکي ناستې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3487133    خپرونې تاریخ : 2023/04/04

ایکنا-( تهران )د ایران په ښیرازه ټاټوبی کې  د پسلي د جشنونو د پيلیدا ځانګړي دستورې ،د تهران د ۲۲ واړو سیمو د ښاروالیو د  ځانګړو کاروانونو،د هنري او نمایشي ډلو،د موسیقۍ د اجرائي ډلوپه شتون  او د غه راز  د لسګونو زره رنګي غبارو  په الوزولو او  نور افشانۍ سره د تهران   د ولی عصر چوک  کې د کب د میاشتې په ۲۶ د جمعې په ورځې په ولولې اوپرتم سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3487054    خپرونې تاریخ : 2023/03/18

ایکنا- ( تهران )د شعبانیه  نیکمرغه شپو ورځو  او د حضرت امام الزمان عجل  الله تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه میلاد په په مناسبت د تهران ښار درست چوکونه او اصلی لارې په شنو سرو څراغونو سره  ښکلي کړئ شوي او  دا به د روژې ترمبارکې میاشتې پورې په شنو سرو قمقمو او څیراغونو سره ښکلي  پاتې شي.
د خبر لمبر: 3487019    خپرونې تاریخ : 2023/03/11

ایکنا-( تهران )تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د افغانستان سفارت د نوي شاډرز افیر او د نویو ډيپلوماټانو په دیره کولو سره په رسمي ډول خپل فعالیت له سره پیل کړ.
د خبر لمبر: 3486971    خپرونې تاریخ : 2023/02/28

ایکنا-( تهران ) په ایران کې د افغانستان سفارت د یوې خبرتیا په صادرولو سره په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د صادرول په آوازې بللو سره  پر مهاجرینو غږ کړی، د پاسپورټ دترلاسه کولو لپاره دې د نامو دثبتولو لپاره  دلته مراجعه نه کوي.
د خبر لمبر: 3486958    خپرونې تاریخ : 2023/02/26

ایکنا-( تهران ) د تهران د جمعې لمانځه  خطیب د اسلامی انقلاب له بري  په وروسته پړاؤ کې د سپاه پاسدرانو بې بدیله رول ته په اشارئې سره ووئيل، ایران نن سبا د ډرونز  او توغندوي قدرت په هغه ځائیګي کې دی چې هیڅ یو قدرت ورڅځه انکار نشي کولی او اوس  ټول د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په برکت سره له ایرانه ویره او وحشت لري او  مخې ته ئې نشي ورتللی.
د خبر لمبر: 3486946    خپرونې تاریخ : 2023/02/24

د قرآني چارو افغان قاضي؛
ایکنا-( تهران )د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو دلهجې  د څانګې افغانستاني داؤر یا قاضي افغان ځوانان ددغو سیالیو دتعقیبونې لیواله وبلل او وې وئيل، دغه پيښه  د افغانستان د قرآني فعالانو او ځ وانانو  لپاره الهام بخښونکي ده.
د خبر لمبر: 3486937    خپرونې تاریخ : 2023/02/22

ایکنا-( تهران )د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالوسیالیو د نهه ویشتم پړاؤ په دوهمې ورځې د ښاغلو سیالۍ پرون ماسپښین له درو بجو پيل شوې او تر شپې نهو بجو پورې ئې دوام درلود.
د خبر لمبر: 3486933    خپرونې تاریخ : 2023/02/21

ایکنا-( تهران )د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ په لومړنۍ شپه،د اسراء ډلې څلورو زلمیانو،د سیالۍ کونکو د اجرا په مینځ کې د کلام الله مجید یو شمیر آیتونه په ګډه سره تلاؤت کړل
د خبر لمبر: 3486929    خپرونې تاریخ : 2023/02/21

د قرآن د نړیوالو سیالیو دوهمه ورځ
ایکنا-( تهران )په نورو هیوادونو کې دایران د سیالیو د رودې پلی کولو سره ګروهنه،له میرمنو سره د ښاغلو د اجرا په سویه څرګند توپير، او د قرآن دچورلیزتوب کلتوري تعامل  نوره هغه غوښتې وې چې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو څو میرمنو قاضیانو مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3486926    خپرونې تاریخ : 2023/02/21

د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ
ایکنا-( تهران )د سړیو په برخې کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په دوهمهورځ نن مازدیګر د ایران دوه قاریان برخه اخلي ااو همدا نن د درو نړیوالو او غوره قاریانو پر تلاؤت او د مداحئ د دوو ډلو پر اجرا سربیره،د تحقیق، قرائت، د ترتیل قرآئت او د ټول قرآن دحفظ  په درو څانګو کې د ایران د استازي د شتون اود نهو ګډون کونکو د سیالۍ شاهدان به وو.
د خبر لمبر: 3486924    خپرونې تاریخ : 2023/02/20

ایکنا-( تهران )د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ افتتاحیه مراسم پرون د فرورۍ په اتلسمه نیټه د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) له مبعث سره هممهاله په تهران کښې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3486917    خپرونې تاریخ : 2023/02/19