ایکنانیوزد (دُنیا نیوز) له قوله راپور راکړ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په ولسی جرګې کې پخپلې وینا کې وویل ؛ټول اسلامي هېوادونه دې یو موټی شي او د اسرائیلو پر وړاندې دې مقابله وکړي، ځکه که اوس اسلامی نړۍ سره یو موټی نشي ، نو نن د ایران او سبا به د بل او بیا به د ټولو وار وي.
د خبر لمبر: 3491269 خپرونې تاریخ : 2025/06/14
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د وحشی او تیریګر صهیونیسټي رژیم د نن سهار وختی جنایت پسې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران لوي ملت ته پیغام صادر کړ.
د خبر لمبر: 3491266 خپرونې تاریخ : 2025/06/13
د وحي په ټاټوبي کې
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت یو نړیوال قاري او دنور قرآنی کاروان غړي د وحي په ټاټوبی کې د صافات مبارکې سورې د آیتونه تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3491262 خپرونې تاریخ : 2025/06/12
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود نن سهار د ایران د اسلامی شورا له او استازو سره په کتنې کې ټینګار وکړ چې د ملي یووالي ساتل اوس تر بل هر وخته زیات اړین دي او د سلیقَوي، سیاسي او کاري اختلافاتو راپورته کول، د شخړو او نیوکو په بڼه له بل هر وخته زیات تاوان رسوي . هغه زیاته کړه: لکه څنګه چې مونږ په په کرتو ویليدي ، په بنسټیزو مسئلو کې باید له هېواد څخه یو غږ راپور ته شي او ملت او سیاسي او مدیریتي ټولګه باید د یوه لاس په څېر یو موټی وي.
د خبر لمبر: 3491259 خپرونې تاریخ : 2025/06/11
ایکنا - د قرآن کریم یوه مصري حافظ حماده محمد السید خطاب،د خدای د کورد حاجیانو او زیارتوالو لپاره په مسجد الحرام کې د قرآن د حفظ په سیالیو کې غوره مقام ترلاسه کړ.
د خبر لمبر: 3491257 خپرونې تاریخ : 2025/06/11
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د حج او زیارتو د چارو ادارې د حاجیانو لپاره د غوره اجرایوي خدمتونو د وړاندې کولو په دلیل د غوره هیواد په توګه د سعودي عربستان له حج وزارت څخه د "لبیتم" جایزه وګټله.
د خبر لمبر: 3491250 خپرونې تاریخ : 2025/06/10
حج په قرآن کې / 8
ایکنا - قرآن کریم د آلعمران سورې په ۹۶ او ۹۷ آیتونو کې کعبه د لومړني کور په توګه معرفي کوي چې په ځمکه کې د انسانانو د عبادت لپاره جوړ شوی دی.
د خبر لمبر: 3491249 خپرونې تاریخ : 2025/06/10
د بیت الله الحرام حاجیانو ته د ولی امر مسلمین پیغام
ایکنا – د اسلامی انقلاب ستر لارښود او د مسلمانانو ولی امر د حج بیت الله الحرام د حاجیانو په نامې پخپل الهی پیغام کې وفرمائيل؛د اسلامي نړۍ د اوسنيو ستونزو د حل لپاره د حج درسونه او معرفت تر بل هر وخت زیات اړین دي. سږکال دویم حج دی چې د غزې د صهیونیستي رژیم له جنایاتو سره هممهاله دی. پوښتنه دا ده: د دغې بشري بوږنوکې غمیزې پر وړاندې څوک باید ودریږي؟ بې له شکه، اسلامي حکومتونه د دغې دندې لومړني مخاطبان دي او ملتونه د دغې دندې د پلي کولو غوښتونکي دي.
د خبر لمبر: 3491229 خپرونې تاریخ : 2025/06/05
ایکنا - په افغانستان کې د جامعه المصطفي العالمیه د نمایندگی مشر حجتالاسلام والمسلمین سید عبدالحمید ثابت وویل: د نمایندگی څیړنیزې برخې په تېرو درو کلونو کې له سلو زیات علمي پروژې بشپړې کړې او د تېر کال راهیسې د فعالیتونو د پراخوالي له امله د څيړنې دا برخه په څيړنیز مرکز(پژوهشکده) بدله شوه
د خبر لمبر: 3491217 خپرونې تاریخ : 2025/06/03
ایکنا – د ایران د اهل سنت حاجیانو د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه د نماینده په شتون او وینا او دغه راز د رهبرۍ په خبرګانو شورا کې د ګلستان ولایت د اهل سنت د نماینده او د حج او زیاراتو دچارو د ادارې دم شر په شتون او ویناؤ سره د فلسطین ددفاع لپاره په حج کې د اسلامي همپالنې او پیوستون په عنوان سره عمومی سمینار ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491214 خپرونې تاریخ : 2025/06/02
ایکنا - ایران او اسپانیا هیوادونه به د اسلام او کاتولیک مسیحیت ترمینځ د لومړي پړاؤ دیني خبرې اترې ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3491189 خپرونې تاریخ : 2025/05/28
ایکنا - د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر په یوې غونډې کې د ۱۴۴۶ کال د حج موسم لپاره د دغه هېواد پلانونه تشریح کړل، چې موخه ئې د مناسکو اسانتیا او حاجیانو او عمره کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کیفیت لوړول دي.
د خبر لمبر: 3491188 خپرونې تاریخ : 2025/05/28
ایکنا – د ایران د اسلامی حمهوریت د پوځ لوي درستیز د پاکستان د پوځ له ستر قوماندان سره په کتنې کې ووئيل؛ ددواړو هیوادونو پوځونه د پولو په هردواړو خواؤ کې د ترهه ګرۍ د له مینځه وړلولپاره کلک او پریکنده هوډ لري.
د خبر لمبر: 3491187 خپرونې تاریخ : 2025/05/28
ایکنا - د پاکستان لومړي وزیر د اسلامي انقلاب له معظم رهبر او د ایران له ولسمشر سره له کتنې وروسته وویل: پاکستان په اسلامي امت کښې د ایران د مهم مقام لپاره د ډیر اهمیت قائل دی او د سیمه ایزې سولې او امنیت لپاره له ایران سره د سټراټیجکو ملګرتیاو پياوړتیا ته خپله ژمنه اعلانوي.
د خبر لمبر: 3491179 خپرونې تاریخ : 2025/05/27
ایکنا – په داسې حال کې چې له زیاتره اروپائي هیوادونو پشمول د نړۍ له هیوادونو افغان کډوال بیرته ګرځول کیږي، د ایران په اسلامی جمهوریت کې تردې دمه د افغان کډوالو بچیان زده کړې کوي او د ایران د اسلامی جمهوریت رسمي راپورونه ښئ چې تر دې د مه په ایران کې په ښونځیو کې څه دپاسه اوه لکه کډوال زده کونکي زده کړې کوي.
د خبر لمبر: 3491177 خپرونې تاریخ : 2025/05/27
حج په قرآن کې/ ۲
ایکنا – د قرآن کريم په بېلابېلو آيتونو کې د قربانئ، طواف او د حرم سيمې ته د واریدیدا پشمول د حج مناسک د الهي شعائرو په توګه معرفي شوي، چې د دغو شعائرو سپکاوی د ديني مقدساتو په وړاندې بې پروائي ګڼل کېږي. قرآن کريم په مائده سوره کې ،په دوهم آيت کې مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې د الهي شعائرو، حرامو مياشتو، ډالیو (قربانيو)، (د قربانيو نښو) او د خداى د کور (کعبې) زيارت کوونکو حاجیانو ته سپکاوی ونه کړي. په دغه آيت کې راغلي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا».
د خبر لمبر: 3491167 خپرونې تاریخ : 2025/05/26
ایکنا - د ۱۴۰۴ حج لپاره د لېږل شوي نور قرآني کاروانیو غړي مهدي صلاحي په يوه قرآني محفل کې د کلامالله مجيد د آيتونو تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491169 خپرونې تاریخ : 2025/05/25
ایکنا - د دبۍ د قرآن کریم نړیوالو سیالیو د ۲۸ پړاؤ د نامو لیکل ، د چهارشنبې په ورځ، یعني د غبرګولي ۳۱ پیل شوي او تر یوې میاشتې پورې به دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3491161 خپرونې تاریخ : 2025/05/24
په دغو ولوناکو دستورو یوې برخې کې د ایران ممتاز قاری او د نور قرآنی کارواان یوه غړي ،محمد مهدي شیخ الاسلامی د ایران یو حاجیانو په دغه ولولناک ټول کې د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491160 خپرونې تاریخ : 2025/05/24
د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره لیدنه
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د د وخت د خدای بخښلي ولسمشر شهیدابراهیم رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره په لیدنې کې، د خدای بخښلی ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو په تشریح کولو سره وفرمایل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او د په ستړي کېدونکي هڅو سره ئې خلکو او د ملت عزت او اعتبار ته خدمت وکړ او دا لاره او روده زموږ د ټولو مسئولانو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوي درس دی.
د خبر لمبر: 3491148 خپرونې تاریخ : 2025/05/20