ایکنا- ډیری تحلیلي او څيړونکو خپرونو او ارزونو څخه داسې معلومیږي چې زیاتره کارپوهان په دې اند دي چې ایران د وروستیو دوو جګړو په ترڅ کې د امریکا او اسرائیلي رژیم تر ټولو سخت او زیانمن اقدامات وزغمل، خو بیا هم په نتیجې کې له سټراټیژیک پلوه برلاسی پاتې شو او خپل امریکائي اوا صهیونیسټي دښمنان ئې د اوربند او شاتګ منلو ته اړ کړل.
د خبر لمبر: 3492923 خپرونې تاریخ : 2026/06/17
ایکنا- د الازهر شيخ احمد الطيب د نوي هجري قمري کال په مناسبت په خپل پيغام کې له ټول اسلامي امت څخه وغوښتل چې د اعتدال او مینځ لاریتوب تګلاره دې خپله کړي او د استقامت، هوډ، ارادې، د حق پر لار د ټينګ پاتې کېدو او د اسلامي خاورو او وطنونو د حرمت ساتنې له ارزښتونو دې الهام واخلي.
د خبر لمبر: 3492922 خپرونې تاریخ : 2026/06/17
ایکنا- د علوي سپېڅلي آستان له لورې د نهجالبلاغې د يوې نفيسې او ګنجينه ا ي نسخې د ليکلو د پروژې د پيل خبر ورکړل شوی، چې د اسلامي نړۍ په کچه د خپل ډول لومړنۍ پروژه بلل کېږي.
د خبر لمبر: 3492916 خپرونې تاریخ : 2026/06/16
ایکنا- د پاکستان لومړي وزیر د ایران او امریکا ترمینځ د جنګ پای ته د رسېدو هوکړه یوه تاریخي پېښه وبلله او د ایران د ستر رهبر حضرت آیتالله سید مجتبی خامنهاي او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان څخه د مننې ترڅنګ ئې ووئیل؛د هوکړې د لاسلیک مراسم به د پاکستان په کوربهتوب سره د سویس په جنیوا ښار کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492915 خپرونې تاریخ : 2026/06/15
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت بهرنیو چارو وزارت مرستیال له امریکا سره د شوي تفاهم په اړه وویل چې د دوشنبې د ورځې له سهار څخه دوه سمدستي بدلونونه رامینځته کېږي؛ لومړی د لبنان پشمول په ټولو جبهوکې د جګړې پای ته رسېدل او دویم د سمندري کلابندئ ختمېدل دي.
د خبر لمبر: 3492914 خپرونې تاریخ : 2026/06/15
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت د خاتم الانبیا(ص) د مرکزي غونډ قومندان په میدانونو او سړکونو کښې د اسلامي ایران د ولس پياوړی شتون، د وسله والو ځواکونو مضبوطه اډاڼه وبلله او وې ویل: نړیوال به ډیر زر په دنیا کښې په تیري ګر او ترهګر دښمن باندې د مقاومت د غلبې او د ایران او ایراني د بریالیتوب انګازې واوري.
د خبر لمبر: 3492901 خپرونې تاریخ : 2026/06/13
ایکنا - د ایران ځواب هم چټک او مستقیم وي ؛ لکه په بحرین، کوېت او اردن کې ئې د امریکا پوځي اډې د توغندوي او بېپیلوټه الوتکو په شیشت کې راوستې او ټارګټ ئې کړې . دغه تکراري لړۍ یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي: ولې ټرمپ، سره له دې چې څو ځله ئې د ناکامۍ تجروبه کړې، بیا هم د ایران پر وړاندې پوځي حل لارې ته مخه کوي؟
د خبر لمبر: 3492898 خپرونې تاریخ : 2026/06/12
ایکنا- د انډونیشیاوالو ځوانانو په زړه پورې نوښت، چې د مقاومت د شهیدانو او د ایران د دفاعي لاسته راوړنو په انځورونو سینګار شويو ګاډو کاروان په په سمبولیک بڼه ترسره شو، په ټولنیزو رسنیو او عامه افکارو کې ئې پراخ انعکاس وموند.
د خبر لمبر: 3492896 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا- د اهل سنتو د دیني مدرسو د زدهکوونکو او روحانیونو د قرآن کریم د سیالیو دولسمه مرحله د ښځو او نارینهوو لپاره د حفظ او قرائت په برخو کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3492895 خپرونې تاریخ : 2026/06/11
ایکنا - د عراق په امامین عسکرین سپيڅلی حرم کې د قرآن کریم د انس یوه روحاني غونډه د Al-Abbas Holy Shrine د قاریانو په ګډون ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492887 خپرونې تاریخ : 2026/06/10
ایکنا – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرلهپسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
د خبر لمبر: 3492882 خپرونې تاریخ : 2026/06/09
ایکنا- په هغه سیاسی سند کې چې جنجال ئې راپورته کړی دی، د انګلستان د مسلمانو افسرانو ټولنې د اسرائيلو جنایتکار رژيم یو ترهه ګر رژیم وباله.
د خبر لمبر: 3492880 خپرونې تاریخ : 2026/06/08
ایکنا –د یمن د وسلوالو ځواکونو ویندوي په تل ابیب باندې د توغندوي حملې په اعلانولو سره ټينګار وکړ، چې په سره سمندر کې د صهیونیسټي رژيم لپار د کشتیو تګ راتګ په بشپړ ډول ممنوع شو.
د خبر لمبر: 3492879 خپرونې تاریخ : 2026/06/08
ایکنا- د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین رامات ډیویډ هوايي ډګر ئې د بالسټیک توغندیو په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.
د خبر لمبر: 3492877 خپرونې تاریخ : 2026/06/08
ایکنا - د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي چې د ایران او د امریکا ترمینځ د خبرواترو د مینځګړیتوب د بهیر د دوام لپاره تهران ته راغلی دی نن غرمه د ایران د باندنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره کتنه او خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3492876 خپرونې تاریخ : 2026/06/07
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت یوه نړیوال قاری او تکړه قرآنی فعال محمد جواد پناهي د احزاب سورې د یوشمیر آیتونو تلاؤت وړاندې کړی دی.
د خبر لمبر: 3492875 خپرونې تاریخ : 2026/06/07
ایکنا ـ په افغانستان کې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ دفتر یوناما په زغره وئيلي دي، د افغانستان تر نیمایي ډېر نفوس له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دی
د خبر لمبر: 3492871 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا- د شیعیانو یو ستر دینی مرجع آیت الله العظمی الفیاض د پاکې جنازې دستورې په کربلا او کاظمین کې کې له ترسره کیدا وروسته په نجف اشرف کې هم ترسره شوې او د هغه مړی د حضرت امام علی علیه السلام د حرم په خوا کې په تل پاتې آرامګاه کې خاورو ته وسپارل شو.
د خبر لمبر: 3492870 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا= د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه و زیر د لبنان ولسمشر ته په خطاب کې ووئيل؛ لبنان د خپل حقیقي دښمن له منګولو وژغوره، ښاغلیه ولسمشره!
د خبر لمبر: 3492868 خپرونې تاریخ : 2026/06/06
ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د حضرت امام خمیني د ۳۷ تلین په مناسبت پخپل کې پیغام کې وفرمائيل؛ د دښمن له ترکیبی جنګ سره د مقابلې یوازینۍ لاره د وحدت، مقاومت او د متقابل اعتمال ساتل دي.
د خبر لمبر: 3492867 خپرونې تاریخ : 2026/06/04